د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان هغه افغانان نه باسي چې په امریکا کې بیا میشتیدو ته په تمه دي


په کویټه یو شمیر افغانان د افغانستان قونسلګرۍ مخ ته هیواد ته تر ستنیدو دمخه د اسنادو ترلاسه کولو ته انتظار باسي
په کویټه یو شمیر افغانان د افغانستان قونسلګرۍ مخ ته هیواد ته تر ستنیدو دمخه د اسنادو ترلاسه کولو ته انتظار باسي

د پاکستان حکومت پداسې حال کې چې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې مبارزه کوي، خپلو مقاماتو ته امر کړی هغه افغانان چې امریکا ته د تللو انتظار باسي، ونه نیسي.

د سرحدي مقاماتو په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسلام اباد په پاکستان کې په غیرقانوني توګه مېشتو ۱.۷ میلیونه افغانانو ته د وتلو امر کړی، تر اوسه څه دپاسه ۱۸۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان مخکې خبرداری ورکړی و، هغه افغانان چې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا ته د بیا مېشتېدو په تمه دي، د پاکستان د ویزو له ختمېدو وروسته د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو څخه دوه کاله وروسته اوس هم یو شمیر لویدیځ هیوادونه د افغان مهاجرینو د بیا میشتیدنې بهیر پرمخ بیایي، چې ډیری کورنۍ ورته په پاکستان کې په میاشتو میاشتو انتظار دي.

په یو لیک کې چې د فرانس پرس اژانس لیدلی د نومبر په دویمه نیټه ویل شوي:"د امریکا د سفارت په وینا، ۱۱۵۰ تنه افغانان په (امریکا) کې د بیا میشتیدنې لپاره سپانسر شوي دي." په لیک کې همداشان ویل شوي:"غوښتنه کیږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي هغه افغانان چې په لیست کې ذکر شوي، تر بلې خبرتیا پورې ونه نیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ پر اسلام اباد غږ وکړ چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړي، چې پناه غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ ویلي وو: "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅوو چې هغو افغانانو ته چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي د ننوتلو اجازه ورکړي او د بشري مرستو د رسولو لپاره له نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي. "

په میلیونونو افغانان په وروستیو لسیزو کې د تاوتریخوالو او جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي چې د اټکل له مخې ۶۰۰زره یې یواځې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو او په دې هیواد کې د خپل تعبیر په اساس د اسلامي شریعت له پلي کولو وروسته پاکستان او ایران ته تښتیدلي دي.

پاکستان ویلي دي چې په دې هیواد کې د بریدونو د چټک زیاتوالي وروسته چې حکومت یې پړه پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي، د دې هېواد د "سوکالۍ او امنیت" د ساتلو لپاره د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل کړي دي. خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا چې پاکستان اورپکي په افغانستان کې پناه ځایونه لري، په وار وار رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG