د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د اوربند په اړه مذاکراتو څخه وتلی او په رفح باندې یې بیا د برید ګواښ کړی


د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو

د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو خپل هېواد په مصر کې د اوربند په اړه له روانو مذاکراتو څخه اېستلی او یو ځل بیا یې ژمنه کړې چې په رفح باندې به برید کوي.

هغه وايي چې حماس د «جګړې بندولو لپاره» خپله «مسخره غوښتنه» بدله کړې نه ده. نوموړي ونه ویل چې کله به خپلو ځواکونو ته امر کوي چې په رفح باندې برید پیل کړي.

هغه وویل چې له مصر سره سرحد ته نژدې سلګونه زره ځای په ځای شویو خلکو ته به وویل شي چې سیمه پرېږدي، خو ویې نه ویل چې چېرې ولاړ شي.

نتنیاهو د خپل ټیګرام په حساب کې لیکلي: «موږ به تر مطلق بري پورې جنګېږو او په دې کې په رفح کې قوي عمل هم شامل دی...»

تر دې مخکې هغه ویلي وو چې حماس د جګړې د ختمېدو او د څه باندې ۱۰۰ یرغمل شویو د پرېښودو لپاره کوم نوی وړاندیز نه لري.

حماس له غزې څخه د اسرائیل د ټولو ځواکونو وتل، د بریدونو بندېدل، د غزې او مدیترانې بحیرې په اوږدو کې خپل کنترول غواړي.

د نتنیاهو دفتر ویلي دي چې د حماس په دریځ کې تغیر ممکن په خبرو کې د پرمختګ لامل شي.

نتنیاهو په غزې کې د جګړې د غځېدو او ولسي خلکو ته د تلفاتو له پلوه تر سختو فشارونو لاندې دی.

په غزې او لویدیځه غاړه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی ریجارد پیپرکورن وايي چې په رفح باندې برید به «د تصور څخه پورته یو بشري ناورین وي او بشري بحران به نور هم زیات» کړي.

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په رفح باندې د برید په اړه مخالفت څرګند کړی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون هم په تیلیفون کې د اسرائیل له صدراعظم سره په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک هم له نتنیاهو سره تر خبرو مخکې ویلي وو چې د رفح خلک هېڅ ځای نه لري چې ولاړ شي او نه شي کولای «چې په هوا کې تري تم» شي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا مسئولین وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۲۸۵۰۰ کسان وژل شوي دي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

امریکا هڅه کوي چې له قطر او مصر سره په ګډه د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وکړي، اوږدې سولې ته لار هواره شي او یرغمل شوي کسان او په بدل کې یې یو شمېر فلسطینیان ازاد شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG