د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د استخباراتو مشر په غزه کې د اوربند د وړاندیز په اړه خبرو لپاره مصر ته تللی


د اسرائیل د استخباراتي ادارې (موساد) رئیس ډیویډ برنیا په غزه کې د اوربند د خبرو دپاره قاهرې ته تللی.
د اسرائیل د استخباراتي ادارې (موساد) رئیس ډیویډ برنیا په غزه کې د اوربند د خبرو دپاره قاهرې ته تللی.

اسرائیل وايي، د استخباراتو رئیس یې د سه شنبې په ورځ فبروری ۱۳ (سلواغې ۲۴) قاهرې ته تللی چې له خپلو مصري او امریکایي سیالانو سره په غزه کې د اوربند د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

د اسرائیل یو چارواکي د خبرو اترو د حساسیت له کبله د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې د موساد مشر ډیویډ برنیا به د امریکا د مرکزي استخباراتو له مشر ویلیم برنز سره وویني.

د مصر په پلازمینه قاهره کې په دغو خبرو کې، د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني هم برخه لري. ال ثاني د غزې په تیرو اوربندونو کې هم منځګړیتوب کړی دی.

په واشنګټن کې سرچینو د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې برنز په قاهره کې د قطر په منځګړیتوب د اوربند د وړاندیز په اړه د خبرو اترو دپاره تللی دی.

دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې اسرائیل تیره اونۍ په غزه کې د واکمنې حماس ډلې له خوا د اوربند وړاندیز رد کړ.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د غزې جنوبي ښار رفح ته د سرتیرو په لیږلو سره به د حماس د له منځه وړلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. په رفح کې شاوخوا ۱.۴ میلیون د غزې په نورو برخو کې له جګړې څخه تښتېدلو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا په رفح کې د ملکي وګړو د ژغورنې دپاره د "باور وړ پلان" پرته "د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي."

د میلر دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې اسرائیلي ځواکونو وویل په رفح کې یې له حماس سره دوه یرغمل شوي کسان خوشې کړل. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، ددې عملیاتو په ترڅ کې په هوايي بمباریو کې شاوخوا ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس ویلي دي چې پر غزې د اسرائیل په وروستیو هوايي بریدونو کې ګڼ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي. د حماس دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې د اسرائیلي چارواکو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې، د حماس د منځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر تر اوربند وروسته، شاوخوا ۱۳۰ تنه یرغمل په غزه کې پاتې دي، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا ۲۹ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸۴۷۳ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG