د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د اوربند وړاندیز رد او د حماس په بشپړ له منځه وړلو ټینګار وکړ


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸) د حماس ډلې له خوا د اوربند وروستی وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې په غزه کې بشپړه بریا ترلاسه کیدونکې ده.

نتانیاهو یو ځل بیا د حماس د بشپړه له منځه وړلو لپاره پر خپل هوډ باندې په ټینګار سره وویل چې اسرائیل د حماس له منځه وړلو پرته بله چاره نه لري او هغه په وینا د حماس له منځه وړل یوازینۍ حل لاره ده.

حماس وړاندیز کړی و، چې څلور نیم میاشتنی اوربند دې عملي شي، چې په ترڅ کې به یې ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي او له غزې تړانګې څخه دې اسرائیلي پوځیان وایستل شي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د حماس دا وړاندیز د امریکا او اسرائیل د استخباراتي ادارو د مشرانو د هغه وړاندیز شوي پلان په ځواب کې دی چې تېره اوونۍ حماس ته د قطري او مصري منځګړو له لارې وړاندې شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په دې اړه خبرې وکړې. د نتانیاهو له څرګندونو څو ساعته مخکې بلنکن هیله څرګنده کړې وه چې د حماس ډلې له منګولو څخه د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره یوه موافقه وشي، که څه هم د هغه په وینا دې هدف ته د رسېدو لپاره باید ډېر کار وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته تر سفر مخکې قطر او مصر ته هم تللی و، خعغه دوه هیوادونه چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبوي. بلینکن د چهارشنبې په ورځ په رام الله کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره هم وکتل.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل د پوځي بریدونو په پایله کې د څه باندې ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، او په ځانکړې توګه ښځې او ماشومان دي. د غزې چارواکو ویلي دي چې دوی ویره لري چې په زرګونو نور فلسطینیان د اسرائیل په بریدونو کې د ویجاړو شوو ودانیو تر خاورو لاندې شوي وي.

په تېرو څلورو میاشتو کې حماس او اسرائیل یوازې یو ځل د یوې اوونۍ لپاره اوربند کړی و، چې په ترڅ کې یې حماس تر ۱۰۰ ډېر یرغمل خوشې کړل. اسرائیلي مقامات وايي، حماس لا هم تر ۱۰۰ ډېر يرغمل او په تېرو څلورو مياشتو په جګړو کې د وژل شويو ۲۹ تنو یرغمل شویو کسانو جسدونه د ځان سره ساتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG