د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د حماس مشرانو غزې کې د اوربند وړاندیز ته ځواب ویلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي، قطر او مصر چارواکو سره د خبرو څخه وروسته سه شنبه ناوخته اسرائیل ته ولاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي، قطر او مصر چارواکو سره د خبرو څخه وروسته سه شنبه ناوخته اسرائیل ته ولاړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سه شنبه فبروري شپږ (سلواغې ۱۷) وویل چې د حماس وسله والې ډلې مشرانو په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله وړاندیز شوې موافقې ته ځواب ویلی.

ښاغلي بلینکن په دوحې کې وړاندې تر دې چې اسرائیل ته ولاړ شي په خبري کنفرانس کې د حماس ډلې د ځواب جزیات په ډاګه نکړل خو دومره یې وویل چې دا ځواب د اسرائیل سره شریک شوی او دا چې متحده ایالات یې هم په جدي توګه مطالعه کوي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي دیپلومات وویل چې د داسې یوې "وسیع موافقې" لپاره کوښښ کوي چي برمته شوي کسان پکې خوشې شي او د نورو برخو څخه یې هم ګټه واخیستل شي.

بلینکن د سه شنبې په ورځ اسرائیل ته تر روانیدو وړاندې د مصر او قطر د چارواکو سره وکتل چې د متحده ایالاتو سره په ګډه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د موقتي اوربند کیدو لپاره هلې ځلې کوي.

د وړاندیز شوي اوربند په مسودې کې چې دې درې واړو هیوادونو په ګډه ترتیب کړې، د څو اوونیو لپاره د جګړې بندیدو او د حماس ډلې څخه د برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سه شنبې ناوخته اسرائیل ته ورسید. دا د اسرائیل – حماس د جګړې پیل کیدو راهیسې پنځم ځل دی چې ښاغلی بلینکن سیمې ته سفر کوي.

پدې خبرو کې مهم منځګړي، قطر ویلي چې د حماس ډلې د وړاندیز شوي اوربند موافقې ته مثبت ځواب ویلی او اسرائیل هم ویلي چې د حماس ځواب ارزیابي کوي چې که ومنل شي، د نږدې څلورو میاشتو لپاره به جګړه بنده شي.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د ملاقات څخه وروسته وویل چې د برمته شویو کسانو په هکله د اوربند "عمومي کاري چوکاټ" په هکله یې د حماس ځواب تر لاسه کړی.

هغه وویل، "په ځواب کې ځینې تبصرې شاملې دي خو په ټوله کې مثبت دی".

د حماس ډلې هم تائید کړې چې دې وړاندیز ته یې ځواب ویلی.

د دې ډلې یو جګپوړي چارواکي غازي حماد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اوربند پدې موافقې کې یې پلان دا دی چې د اسرائیلي زندانونو څخه هر څومره ډیر چې امکان ولري، فلسطیني بندیان خوشې کړي.

ښاغلي حماد ویلي د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو کوښښ کوي چې د خپل ائتلافي حکومت د خوندي ساتلو لپاره په خلکو دا ومني چې دا جګړه یې ګټلې او یا به یې وګټي.

هغه زیاته کړه چې د وړاندیز شوي اوربند موافقې ځینې برخې مبهمې وې او همدا وجه وه چې هغوي یې په ځواب ویلو کې ډیر وخت ونیوه.

د اسرائیل د استخباراتو ادارې هم ویلي چې د حماس ځواب یې تر لاسه کړی او د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دفتر ویلي چې د حماس د ځواب جزیات په دقیقه توګه څیړي.

سره لدې چې نیتن یاهو لا تر اوسه په عامه توګه د حماس ځواب په هکله تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې ویلي و، "مونږ د بشپړې کامیابۍ په لار روان یو او تم به نشو". ښاغلي نیتن یاهو دا هم ویلي چې د حکومت اکثریت غړي په همدې نظر دي".

اسرائیل – حماس جګړه تیر کال د اکټوبر میاشتې په اوومې نیټې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ او د فرانس پریس خبري اژانس ارقامو له مخې چې د اسرائیل دولتي سرچینو څخه یې راټول کړي، پدې بریدونو کې ۱۱۶۰ کسان وژل شوي و چې اکثریت ېې ملکیان و.

د حماس ډلې همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ کسان برمته کړي هم و چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۳۲ یې لا هم د حماس سره بندیان دي.

اسرائیل بیا په غزې کې د حماس ډلې د له منځه وړلو په نیت په ځوابي هوایي او ځمکني بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۵۸۵ تنه وژلي چې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG