د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس له بند څخه د یرغمل شویو د خلاصون د بهیر بیا پیل کیدو ته د بلینکن هیله


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸مه) اسرائیل ته د خپل سفر په لړ کې هیله څرګنده کړه چې د حماس له ولکې څخه د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره یوه موافقه ترلاسه شي، که څه هم د نوموړي په خبره، ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا شته.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس ‌ډلې تر منځ د جګړې له پيل راهيسې، دا پنځم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختيځ ته سفر کوي.

بلینکن د اسرائیل له صدراعظم او ولسمشر سره له کتنې وروسته د حماس له ولکې څخه د یرغمل شویو کسانو خلاصون ته په اشارې سره وویل: "زیات کار لا پاتې دی چې باید ترسره شي، خو موږ ورباندې تمرکز لرو او هیله لرو چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون ځنډیدلی بهیر بیرته پیل شي."

بلینکن له اسرائیلي مشرانو سره تر لیدنې مخکې له قطري چارواکو سره په لیدنو بوخت و. قطر هڅه کوي چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د یوې هوکړې لپاره منځګړیتوب وکړي، تر څو په څو پړاونو کې نه یواځې اسرائيل په غزه کې خپل پوځي عملیات ودروي او فلسطیني بندیان خوشې کړي، بلکې د حماس ډله هم اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومې د اسرائیل په خاوره کې په یو برید کې، د اسرائیلي رسمي شمېرو په حواله، ۱۱۶۰ زیاتره ملکي خلک ووژل او همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ کسان یې یرغمل ونیول.

اسرائیل وايي، ۱۳۲ تنه یرغمل کسان تراوسه په غزه کې پاتې دي چې لږ تر لږه ۲۷ تنه یې وژل شوي دي.

بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې، غزې ته، چیري چې د فلسطیني چارواکو په وینا د اسرائیل د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې نږدې ۲۸ زره کسان چې ډېری یې ملکي وګړي او په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي، د نورو بشري مرستو غوښتنه هم وکړه.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، که چیري د غزې د ۲.۳ میلیونو وګړو ته بیړني بشري مرستې ونه رسېږي، نو دغه جګړه ځپلې سیمه به د قحطۍ د رامنځته کېدو له خطر سره مخ شي.

بلینکن وویل: "ګڼ شمېر بې ګناه نارینه، ښځې او ماشومان شته چې د حماس د بریدونو د‌ پایلې له امله له کړاونو سره مخ شوي دي او اوس مهال د حماس د ګولیو په منځ کې راګیر شوي دي. "

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "موږ ټول مکلفیت لرو چې د اړینو مرستو د رسولو لپاره چې په [غزه] کې ورته سخته اړتیا لیدل کیږي او همدارنګه د نور ګامونو پورته کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړو. دا موضوعات زما د غونډو په سر کې وې."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG