د لاس رسي وړ اتصالات

 
اسرائیل په رفح کې دوه یرغمل شوي کسان ژغورلي خو لسګونه فلسطینیان یې وژلي دي

اسرائیل په رفح کې دوه یرغمل شوي کسان ژغورلي خو لسګونه فلسطینیان یې وژلي دي


د اسرائیل صدراعظم د نړیوالو انتقادونو سره سره ویلي چې په رفح کې به نظامي عملیات روان وي.
د اسرائیل صدراعظم د نړیوالو انتقادونو سره سره ویلي چې په رفح کې به نظامي عملیات روان وي.

د اسرائیل پوځ دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) د غزې رفح سیمې څخه دوه یرغمل شوي کسان ژغورلي خو په همدې سیمې باندي په هوایي بمباریو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان وژلي دي.

د اسرائیل پوځ او د پولیسو ځانګړې قطعې ویلي چې ژغورل شوي یرغمل فرناندو سیمان مارمان او لیوس هار نومیدل چې په ترتیب سره ۶۰ او ۷۰ کلن دي. دوي د اسرائیل سربیره د ارجنټاین تابعیتونه هم درلودل.

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د دې یرغملو کسانو د ژغورلو عملیات ستایلي او د رفح په سیمې کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په هکله د نړیوالې ټولنې اعتراضونه یې هم برد کړیدي.

نیتن یاهو دې دواړو ژغورل شویو یرغملو ته هرکلی ویلی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې " یوازې دوامدار نظامي فشار به د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو سبب شي".

د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي چې دا یرغمل شوي کسان د یوې ودانۍ په دویم پړاو کې ساتل کیدل چې د ژغورنې عملیاتو پر وخت چاودنې هم پکې شوي او د وسله والو سره چې دا ودانۍ یې کلا بنده کړې وې، ډزې هم تبادله شوې.

ډګروال رچارډ هیچت د دې عملیاتو په هکله وویل، "مونږ پدې عملیاتو له ډیر وخت راهیسې کار کاوه او د مناسبو شرایطو انتظار مو ایست".

په عین حال کې د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی ویلي چې ښایي د اسرائيل د ژغورنې پدې عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ شي ځکه چې عملیات لا هم روان دي.

د رویټرز خبري اژانس یو خبریال چې د عملیاتو پر وخت په سیمه کې و، ویلي چې د یو جومات په ګډون ګڼ شمیر ودانۍ ړنګې شویدي.

د ابراهیم حسونا په نامه یوه میرمن چې خپل خپلوان یې د اسرئیل په هوایي بریدونو کې وژل شوي و او د یو واړه ماشوم په مړي یې سر ایښی و وویل، " د سهار راهیسي د کورنۍ د بدنونو ټوټې راټولوم. زه هغوي یوازې د پښو او لاسونو د ګوتو څخه پیژنم".

سره له دې چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د رفح په سیمې کې د اسرائیل د عملیاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دا هم ویل شوي چې که دا عملیات په سمه توګه تنظیم نشي، د ناورین سبب به شي خو د اسرائیل صدراعظم وویل چې دا عملیات به کوي.

د اټکل له مخې د رفح په سیمې کې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو د غزې نورو سیمو کې د جګړو څخه د بچ کیدو په خاطر پناه اخیستې او څرګنده نده چې دا بې ځایه شوي فلسطینیان به چیرته ولاړ شي.

د بې پولې ډاکټرانو خیریه مؤسسې عمومي مشرې میني نیکولای د دوشنبې په ورځ د اسرائیل څخه غوښتي چې د رفح په سیمې کې تعرضي عملیات بند کړي په نورو هیوادونو یې غږ کړی چې په غزې کې د دوامدار اوربند لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

میرمن نیکولای په یوې اعلامیې کې ویلي، " په غزې کې هیڅ ځای خوندی ندی او په زوره په پرله پسې توګه د خلکو بې ځایه کیدو هغوي د رفح خوا راتګ ته اړ کړي. هغوي دلته په یو واړه ځای کې ګیر پاتې دي او هیڅ بله لار نلري".

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د اسرائیل د صدراعظم سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.

سپینې ماڼۍ د دې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بایډن د اسرائیل مشر څخه غوښتي چې که د رفح سیمې څخه په خوندي توګه د ملکي وګړو د وتلو لپاره "اعتباري او د اجرا وړ" پلان ډاډ نه وي ورکړل شوی، اسرائیل دې هلته نظامي عملیات نکوي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د اسرائیل مشر د ښاغلي بایډن دې غوښتنې په ځواب کې څه ویلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم ویلي که د اسرائیل دفاعي ځواکونه د رفح په سیمې کې عملیات وکړي، د "ستر ناورین" خطر پیښولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG