د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ د غزې په رفح سیمې بمباري پيل کړله


د اټکل له مخې د رفح په ښار کې ۱.۳ ملیون وګړو پنا اخیستې ده.
د اټکل له مخې د رفح په ښار کې ۱.۳ ملیون وګړو پنا اخیستې ده.

پداسې حال کې چې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د جمعې په ورځ پوځ ته د غزې تړانګې رفح سیمې څخه د ملکیانو ایستلو امر کړی و خو په سیمه ایز وخت شنبه سهار وختي پدې ګڼ میشتې ملکي سیمې باندې بمباري پیل شوله.

دا سیمه د هغو فلسطینیانو لپاره چې د غزې نورو سیمو کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي، د سر پټولو یوازینی ځای دی.
اټکل دا دی چې پدې ښار کې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې او د اسرائیل صدراعظم پکې پداسې حال کې خپلو سرتیرو ته د عملیاتو کولو امر کړی چې متحده ایالاتو او د بشري حقونو ډلو د دې کار غندنه کړې.

پدې سیمې کې میشتو فلسطینیانو هم ویلي چې د خوندي پاتې کیدو لپاره هیڅ ځای ورته نشته.
عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه ایز وخت نن شنبه سهار وختي هوایي بمباري پیل شوه. د خلکو سره دا اندیښنه ده چې د هوایې بریدونو څخه وروسته به ځمکني عملیات هم پیل شي.

د محمد جراح په نامه یو فلسطیني چې د غزې شمال د رفح سیمې ته راکډه شوی د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " مونږ نه پوهیږو چې چیرته ولاړ شو".

رفح د غزې تړانګې یوازینی ښار دی چې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې، د اسرائیل پوځ ندی ور داخل شوی.

دا ښار یوازې لدې خاطره مهم ندی چې ډیر شمیر فلسطینیانو پکې پنا اخیستې بلکې لدې کبله هم مهم دی چې ډیری مرستندویه مواد د همدې ښار د لارې د غزې تړانګې نورو برخو ته لیږدول کیږي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې ښاغلي نیتن یاهو پوځي چارواکو ته امر کړی چې د رفح څخه د ملکیانو ایستلو او پدې ښار کې د حماس وسله والو کنډکونو له منځه وړلو لپاره پلان کابینې ته وړاندې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په رفح ښار کې د اسرائیل د پوځ ځمکني یرغل ملاتړ نکوي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې که دا یرغل په سمه توګه پلان نشي، د "ناورین" سبب کیدی شي.
سره لدې چې متحده ایالات د اسرائیل تر ټولو مهم ملاتړی هیواد دی او ملیاردونو ډالر نظامي مرستې یې ورکړی خو په عین حال کې جمهور رئیس جو بایډن په اسرائیل پخپل تر ټولو تند انتقاد کې ویلي د اکټوبر په اوومې د حماس برید په ځواب کې د اسرائیل اقدامات تر اندازې اوښتي دي.

ښاغلي بایډن پدې هکله وویل، "زه پدې نظر یم چې په غزې کې د ځواب ویلو طریقه تر اندازې لوړه ده. تاسو پوهیږئ، هلته ډیر بې ګناه خلک دي چې د لوږې سره مخ دي، مري او په تکلیف کې دي. دا باید بند شي".
د پولې ډاکټرانو هم ویلي چې په رفح کې د اسرائیل ځمکنی یرغل به د "ناورین سبب شي او باید عملي نشي". دې نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې "په غزې کې هیڅ خوندی ځای ندی پاتې او هیڅ امکان نشته چې خلک لدې ځایه ووځي".
وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل په پوځي بریدونو کې د څه دپاسه ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

په تېرو څلورو میاشتو کې حماس او اسرائیل یوازې یو ځل د یوې اوونۍ لپاره اوربند کړی و، چې په ترڅ کې یې حماس تر ۱۰۰ ډېر یرغمل خوشې کړل. اسرائیلي مقامات وايي، حماس لا هم تر ۱۰۰ ډېر يرغمل او په تېرو څلورو مياشتو په جګړو کې د وژل شويو ۲۹ تنو یرغمل شویو کسانو جسدونه د ځان سره ساتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG