د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن د غزې په جګړې کې د شپږو اوونیو وقفې کوښښ کوي


د امریکا او اردن مشرانو په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې وکړې.
د امریکا او اردن مشرانو په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ په جګړې کې د شپږو اوونیو وقفې کوښښ کوي چې د اوږد مهاله اوربند پیلامه به وي.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې په سپینې ماڼۍ کې د اردن د باچا عبدالله سره تر خبرو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وکړلې.

سره لدې چې د متحده ایالاتو حکومت د اسرائیل – حماس جګړې راپدیخوا اسرائیل سره خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړی او د ملیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې یې ورسره کړي خو په عین حال کې جو بایډن په صدراعظم نیتن یاهو پدې خاطر په غصه دی چې سلا مشورې ته یې غوږ ندی نیولی.

د امریکا جمهور رئیس په خبري کنفرانس کې وویل چې په سیمې کې د خپلو متحدینو سره پداسې یوې موافقې کار کوي چې له مخې یې د حماس لخوا نیول شوي یرغمل کسان خوشې شي او غزې ته بشري مرستندویه مواد ورسیږي.

جو بایډن وویل چې د دې تړون له مخې به په لومړي سر کې د لږ تر لږه شپږو اوونیو پورې جګړه بنده شي او په همدې مودې کې به چارواکي په یو دوامدار اوربند کار وکړي.

د اردن باچا عبدالله هم په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د پراخ اوربند غوښتنه وکړله.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، " مونږ لاس تر زنې نشو کښیناستلی چې دا (جګړه) روانه وي. مونږ همدا اوس دوامدار اوربند ته اړتیا لرو. دا جګړه باید بنده شي".

د اردن باچا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس سره داسې مهال ګوري چې جو بایډن د اسرائیل په چارواکو په ښکاره توګه انتقادونه ډیر کړي په ځانګړې توګه یې د نیتن یاهو د حکومت څخه غوښتي چې که په رفح کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره پلان ونلري، هلته دې عملیات نکوي.

خو نیتن یاهو د دې انتقادونو پروا نده کړې او تیره ورځ یې هم هلته هوایي بمباري کړي چې د حماس عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۶۷ کسان پکې وژل شویدي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د رفح په سیمې کې د اسرائیل د عملیاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دا هم ویل شوي چې که دا عملیات په سمه توګه تنظیم نشي، د ناورین سبب به شي خو د اسرائیل صدراعظم وویل چې دا عملیات به کوي.

د اټکل له مخې د رفح په سیمې کې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو د غزې نورو سیمو کې د جګړو څخه د بچ کیدو په خاطر پناه اخیستې او څرګنده نده چې دا بې ځایه شوي فلسطینیان به چیرته ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG