د لاس رسي وړ اتصالات

عباس پر حماس غږ کړی چې ژر تر ژره د غزې په اړه موافقه وکړي


د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس
د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس

د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) د حماس پر وسله واله ډله غږ وکړ چې د "ناوړه پایلو" د مخنیوي په خاطر ژر تر ژره د غزې په اړه هوکړې ته ورسیږي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا د راپور په اساس، عباس وویل: "موږ د حماس پر غورځنګ غږ کوو چې ژر تر ژره د بندیانو معامله بشپړه کړي، ترڅو خپل فلسطیني خلک د یو بل داسې ناورین څخه وژغوري چې پایلې به یې د ۱۹۴۸ کال له نقبا څخه ډیرې خطرناکې وي."

ښاغلي عباس د اسرائيل د رامنځته کېدو د وخت هغې جګړې ته اشاره وکړه، چې له کبله یې ٧٦٠ زره فلسطينيان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شول.

د عباس په مشرۍ فلسطیني اداره، چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوې، دا اونۍ د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند په هغو مذاکراتو کې برخه نلرله چې مصر یې کوربه توب کاوه.

د اشغال شوې لویدیځې غاړې په رام الله کې میشته دا اداره د فلسطینیانو له خوا په پراخه کچه له دې کبله غندل کیږي چې د ۱۹۴۸ کال راهیسې د یو فلسطيني دولت په رامنځته کولو کې پاتې راغلې ده.

متحده ایالات چې د اسرائیل تر ټولو لوی پوځي ملاتړی ګڼل کیږي او د فلسطیني ادارې سره هم همکاري کوي، وايي د فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ کوي خو د مشرتابه په اړه یې بیا کتنه غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تیره میاشت وویل چې عباس په فلسطیني اداره کې اصلاحاتو ته "ژمن" دی "تر څو دا [اداره] په مؤثره توګه د غزې مسؤلیت په غاړه واخلي، او دا ډول غزه او لویدیځه غاړه د فلسطیني مشرتابه لاندې سره یوځای شي."

له غزې څخه د عباس وفاداران په ۲۰۰۷ کال کې وشړل شول او له هغه راهیسې جلا اداره لري چې حماس یې مشري کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG