د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې اوربند؛ د امریکا او اسرائیل استخباراتي مشرانو د قطر او مصر له مقاماتو سره ولیدل


د دوی ترمنځ د خبرو هدف په غزې کې د اوربند د موافقې په څرنګوالي بحث ښودل شوی.
د دوی ترمنځ د خبرو هدف په غزې کې د اوربند د موافقې په څرنګوالي بحث ښودل شوی.

د مصر رسنیو راپور ورکړی دی چې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د استخباراتو مشرانو نن سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغه۲۴) په قاهرې کې د قطر او مصر له مقاماتو سره خبرې کړې دي.

د دغو خبرو هدف په غزې کې د اوربند د موافقې په څرنګوالي بحث ښودل شوی دی.

د راپورونو په اساس په دغه ملاقات کې د اسرائیل او امریکا د استخباراتو مشرانو ویلیم برنز او ډیویډ بارنیا د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره یو ځای د مصر له مقاماتو سره خبرې کړي دي.

د القاهره خبري اژانس د مصر د استخباراتي سرچېنو په حواله راپور ورکړی، دا غونډه داسې مهال کېږي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې په اړه نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

په غزې کې صحي مقامات وايي چې د اسرائیل په عملیاتو کې څه باندې ۲۸۰۰۰ تنه وژل شوي دي. د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل برید وکړ چې د مقاماتو په وینا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول.

قطر او مصر د امریکا په همکارۍ د اسرائیل او حماس ترمنځ په خبرو کې منځګړي دي.

د حماس یوې سرچېنې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس ته ویلي دي چې دوی د قاهرې د خبرو پایلو ته منتظر دي او د هر ابتکار ملا تړي، چې د جګړې د ختمېدو لامل شي.

په غزې کې د اوربند دا هلې ځلې داسې مهال کېږي، چې امریکا په رفح کې د اسرائیل د ځمکنیو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی، دغلته څه باندې یو میلیون فلسطینیانو، چې له غزې څخه تښتېدلي دي، پناه وړې ده.

تر دې مخکې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي وو هڅه کوي په غزې کې د اسرائیل او حماس تر منځ د شپږو اونیو اوربند وشي چې اوږد مهال اوربند ته لاره پرانیستل شي.

نوموړي په سپیېنې ماڼۍ کې د اردن له پادشاه عبدالله سره له خبرو وروسته دا څرګندونې وکړې. پادشاه عبدالله د همدې مسئلې په اړه خبرو لپاره امریکا ته راغلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG