د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران اوکراین ته د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو په مرستې بحث کوي


د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ

تمه ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د چهارشنبې په ورځ اپریل دریمه (وري ۱۵) په بروکسل کې د اوکراین د پوځ د ملاتړ لپاره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو د بودیجې پر وړاندیز خبرې وکړي.

دغه پلان چې د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له خوا وړاندې شوی، د ناټو د غړو هېوادونو له خوا اوکراین ته د ورکړل شویو پوځي مرستو په همغږي کولو کې ناټو لا نور هم په مستقیمه توګه ښکیل کوي، هغه رول چې د امریکا په مشرۍ د ۵۰ هېوادونو د ایتلاف له خوا ډک شوی دی.

سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې د اوکراین ملاتړ په کمه کچه داوطلبانه او لنډ مهاله وړاندیزونه وي او په زیاته اندازه د ناټو په اوږدمهاله ژمنو پورې مربوط وي. هغه وویل چې دا به ښه وي چې اوکرایني قوماندانان وکولی شي د جګړې د ډګر پلانونه ړ وړاندیز شوي ملاتړ په بنسټ جوړ کړي.

سټولټنبرګ وویل چې دا پلان به روسیې ته دا پیغام هم واستوي چې د جګړې په اوږدولو سره چې ګواکې د اوکرایین متحدین به د ملاتړ چمتو کولو څخه ستړي شي، جګړه نشي ګټلی.

سټولټنبرګ وویل: "اوکراین بیړنۍ اړتیاوې لري." او زیاته یې کړه، "همدا اوس چې مونږ خبرې کوو د ملاتړ په چمتو کولو کې هرډول ځنډ د جګړې په ډګر اغیز لري."

د دې وړاندیز په اړه وروستۍ پریکړه به د جولای په میاشت کې د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزه وشۍ.

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د اوکراین لپاره پوځي مرستو ته اجازه ورکړي.

بلینکن د سه شنبې په ورځ په پاریس کې د فرانسې د دفاع وزیر سره یو ځای د فرانسې د یو دفاعي مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: "موږ په یوه نازکه شېبه کې یو چیرته چې دا خورا اړینه ده چې اوکراینیان هغه څه ترلاسه کړي چې دوی د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري، په ځانګړې توګه کله چې د وسلو او هوايي دفاع خبره وي."
کانګرس لا تر اوسه د بایډن ادارې د اضافي بودیجې غوښتنه نده تصویب کړې چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د بیا اکمالولو لپاره به مرستې چمتو کړي او له دې هیواد سره د روسیې د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

بایډن د متحده ایالاتو د استازو جرګې څخه چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي، وغوښتل چې د نظامي او مالي مرستې کڅوړه تصویب کړي. ددې جرګې جمهوري غوښتونکو وکیلانو کورنیو مسلو ته په لومړیتوب ورکولو سره د میاشتو راهیسې پدې اړه اقدام ځنډولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG