د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې ته د بلینکن سفر؛ اوکراین او غزه یې د خبرو د اجنډا مهمې برخې دي


بلینکن به فرانسې ته په خپل سفر کې د اوکراین او غزې په اړه له چارواکو سره خبرې کوي
بلینکن به فرانسې ته په خپل سفر کې د اوکراین او غزې په اړه له چارواکو سره خبرې کوي

ټاکل شوې چې نن سه شنبه اپریل دویمه (حمل ۱۴) د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د فرانسې د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فرانسې ته د بلینکن د سفر عمده هدف له اوکراین سره د همکارۍ جلبول او په غزې کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې د پراخېدو مخه نیول دي.

بلینکن به د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره هم وویني.

نوموړی به د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له مشرې ادري ازولي سره هم ګوري او له دغه سازمان سره به د امریکا په مرستو ټېنګار وکړي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې امریکا او فرانسه د کیف قوي ملاتړي دي.

امریکايي مقامات وايي چې له فرانسوي چارواکو سره د بلینکن د خبرو د اجنده بله موضوع په هایتي کې د ثبات راوستلو هلې ځلې دي.

بلینکن به له فرانسې څخه مخامخ بروکسل ته ځي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو سره یو ځای د دغه سازمان د ۷۵مې کلیزې په مراسمو کې برخه واخلي.

هغه به په بروکسل کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دمتري کولیبو او د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره هم ویني.

په دې سربېره به هغه د امریکا، اروپايي ټولنې او ارمینیا درې اړخیزه غونډې کې هم برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغې غونډې هدف د «ارمنیا له اقتصاد سره د امریکا او اروپايي ټولنې همکاري ده،‌ ارمینیا هڅه کوي چې خپلې اقتصادي ملګرتیاوې زیاتې او بشري اړتیاوې پوره» کړي.

په دې غونډې کې به د اروپايي ټولنې په استازیتوب د دغې ټولنې مشره اورسلا ون دیر لاین او د ارمینیا صدراعظم نیکول پاشینیان برخه لري.

انتوني بلینکن به د خپل سفر په پای کې په بلجیم کې د اروپايي ټولنې او متحدو ایالتونو ترمنځ د سوداګرۍ او تکنالوژۍ په مسائیلو هم خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG