د لاس رسي وړ اتصالات

کیف: روسیې د ماشومانو یو روغتون په کروز توغندي وېشتلی


په کیف کې د ماشومانو په نښه شوی روغتون.
په کیف کې د ماشومانو په نښه شوی روغتون.

په اوکراین کې چارواکو نن دوشنبه جولاۍ اتمه (چنګاښ۱۸) وویل چې د روسیې ځواکونو په کیف کې د ماشومانو یو روغتون په کروز توغندي وېشتلی او لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې وژل شوي دي.

مقامات وايي په برید کې لسګونه نور کسان ژوبل دي او له برید سمدستي وروسته ډاکټرانو او د ژغورنې ډلو له کنډوالو څخه د مړو او زخمیانو په اېستلو پیل وکړ. دا روغتون «اوخمدیت» نومېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د روسیې ځواکونو په پنځو ولسي مرکزونو باندې څه باندې ۴۰ میزایل توغولي دي. نوموړي د دغه برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

نتاشا سویدلر، چې ۴۰ کلنه ده او د برید په وخت کې په روغتون کې وه، وايي: «نرسانو راته وویل چې لاندیني پوړ ته ښکته شو. لږه شېبه وروسته مو یو درز واورېده او بیا د لاندیني پوړ چت را وغورځېده.»

چارواکي وايي په دغو بریدونو کې د استوګنې او سوداګرۍ ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د کیف ښاروالي وایي چې حد اقل پنځه کسان یې له کنډوالو څخه را اېستل شوي دي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو په روغتون باندې د روسیې دا برید غندلی دی او له مسکو څخه یې غوښتي دي چې د نړیوال قانون درناوی وکړي.

د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د چارو تنظیموونکي دنیس براون وویل: «دا غیر اخلاقي دي چې ماشومان په دغې جګړې کې وژل کېږي او ژوبل کېږي. باید د ولسي خلکو ساتنه وشي.»

روسیې تر دې دمه د دغو راپورونو او ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې زیلینسکي وارسا ته تللی او ټاکل شوې چې له هغه ځای څخه مخامخ واشنګټن ته ولاړ شي چې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي. هغه به په دې غونډې کې د پوځي مرستو غوښتنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG