د لاس رسي وړ اتصالات

حماس د خپل مشر مړینه تائید کړه؛ طالبانو خواخوږي ښودلې او اسرائیل دا په غزه کې د اوربند فرصت بللی


په صنعا کې د حماس او حزب الله سره د پیوستون ښودلو لپاره راټول شوي مظاهره کوونکي د حماس د وژل شوې مشر یحیا سنوار تصویر ته ګوري.
په صنعا کې د حماس او حزب الله سره د پیوستون ښودلو لپاره راټول شوي مظاهره کوونکي د حماس د وژل شوې مشر یحیا سنوار تصویر ته ګوري.

د فلسطینیانو اورپکې ډلې حماس د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷)، تائید کړه چې ددغه ډلې مشر یحیا سنوار وژل شوی او اسرائیل دا په غزه کې د یرغمل کسانو د خوشې کولو په موخه د اوربند د یو تړون فرصت بللی دی.

متحده ایالاتو له وړاندې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

اسرائیل د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې د حماس د ډلې مشر یحیا سنورا یې په غزه کې د درې اورپکو په خلاف په عملیاتو کې وژلی دی.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوې اعلامیه کې د سنوار په مړینه د "فلسطین مقاومت کوونکو خلکو" او د نړۍ مسلمانانو ته تسلیت ویلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "له خدای تعالی څخه غواړو چې زموږ پر امت دداسې ځای ناستي منت واچوي چې د هغه [یحیا سنوار] لارې ته دوام ورکړي، د جهاد بیرغ پورته کړي ترڅو د بیت المقدس خاوره د صهیونیستي اشغال کوونکو څخه پاکه او په عزتمندانه توګه د اسلامي امت غیږې ته ستنه شي."

د سنوار د وژنې له تائید کېدو وروسته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې "باطل ته شدیده ضربه" رسېدلې او حماس به بیا د غزې واک ترلاسه نکړي.

نتنیاهو د غزې پر اوسېدونکو غږ کړی چې د حماس "له ستم څخه" ځان خلاص کړي. اسرائیلي شنونکو د سنوار مړینه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره فرصت بللی دی.

بل خوا د په قطر کې میشت د حماس چارواکي خلیل الحیا، الجزیرې تلویزیون ته په لیږلي پیغام کې ویلي: "موږ د خپل ستر رهبر او شهید ورور یحیا سنوار د مړینې په ویر ناست یوو."

په اسرائیل باندې د حماس وسله والو د اکتوبر اوومې په برید کې د اسرائیلي چارواکو په وینا، څه باندې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو.

ددغو یرغمل شویو ۹۷ تنه تراوسه په غزه کې پاتې دي چې د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۳۴ یې وژل شوي دي.

الحیا په خپل پیغام کې ویلي، حماس به په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو مخکې دغه یرغمل خوشې نکړي. هغه پر اسرائیل غږ کړی چې له غزې ځواکونه وباسي او له خپلو زندانونو څخه فلسطیني بندیان ازاد کړي.

په غزه کې د حماس د ځپلو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د اسرائیل په عملیاتو کې ۴۲۵۰۰ کسان وژل شوي دي. په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ډیر وژل شوي ملکي خلک دي.

یحیا سنوار چې پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې د برید طراح ګڼل کیږي، په تهران کې ددغه ډلې د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د حماس مشر وټاکل شو. د هنیه د وژنې پړه هم پر اسرائیل اچول شوې ده.

سنوار ۶۱ کلن وو او د غزې تړانګې په خان یونس کې د بې ځایه شویو په یو کمپ کې زېږېدلی و. په ۱۹۸۷ کې د حماس له رامنځته کېدو وروسته هغه ددې ډلې غړیتوب درلود او وروسته یې د امنیتي څانګې مشر شو.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG