د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د سنوار له وژل کېدو وروسته د غزې د جګړې ختمېدو او یرغملو د خوشې کېدو وخت رسېدلی


بایډن وايی د سنوار له وژل کېدو وروسته غزې کې د اوربند او یرغملو د خلاصون اصلي خنډ ختم شو
بایډن وايی د سنوار له وژل کېدو وروسته غزې کې د اوربند او یرغملو د خلاصون اصلي خنډ ختم شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې۲۶) د حماس ډلې د مشر یحیا سنوار د وژنې له تائید کېدو وروسته وویل، چې غزې کې د اوربند په توافق باندې د فشار لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل ته استوي.

جوبايډن جرمني ته له رسېدو وروسته وویل چې انتوني بلینکن به په اینده څلورو پنځو ورځو کې اسرائیل ته سفر وکړي.

هغه وویل: «د دغې جکړې د ختمېدو او خپلو کورنیو ته د یرغمل شویو د ستنولو وخت را رسېدلی او دا هغه کار دی چې موږ یې ترسره کولو ته چمتو یو.»

تر دې مخکې د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په یو ویدويي کنفرانس کې د حماس د ډلې د مشر وژل تائید کړل. د اسرائيل پوځ وايي سرتېرو یې سنوار تېره ورځ د رفح په ښار کې د تل سلطان په کمپ کې وژلی دی.

جوبايډن د هغه وژل د نړۍ لپاره «یوه ښه ورځ» یاده کړه او ویې ویل چې په دې کار سره په غزې کې د اوربند او یرغملو د خلاصون اصلي خنډ له منځه ولاړ. بایډن وویل چې د یوې سیاسي حل لارې فرصت،‌ چې هم اسرائيل او هم فلسطینیانو ته یوه غوره اینده برابره کړي، برابری شوی دی.

د نړۍ د مشرانو غبرګون

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک سنوار یو «ظالم قاتل او ترهګر» یاد کړ او له حماس څخه یې وغوښتل چې یرغمل شوي ژر پرېږدي او خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې یحیا سنوار په اسرائیل باندې د «اکتوبر د اوومې د ترهګریزو بریدونو او وحشیانه اعمالو» اصلي مسئول و.

مکرون وویل چې «موږ باید له دغه فرصت څخه د ټولو یرغمل شویو د خلاصون او جګړې د ختمولو لپاره ګټه واخلو» او د اسرائيل «پوځي عملیاتو ته د پای ټکی» کېږدو.

په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم کییر استارمیر د یرغمل شویو د پرېښودو د غوښتنې تر څنګ وویل چې هېواد به یې د سنوار په وژنې «ویر ونه» کړي. هغه وویل چې سنوار په اسرائيل باندې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د بریدونو اصلي طراح و.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلیوني هم وویل چې د سنوار وژنې د غزې په وژونکي کړکیچ کې یو نوی فصل پرانیست. هغې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د اکتوبر د اوومې د بریدونو مسئول نور نه شته. زه په دې باور یم چې باید یو نوی پړاو پیل شي. وخت یې دی چې یرغمل شوي سمدستي پرېښودل شي او په غزې کې عاجل اوربند اعلان او د غزې د بیا رغولو چارې پیل شي.»

د غزې ځينې اوسېدونکي

د غزې ځینو اوسېدونکو ویلي‌ دي داسې یې نه انګېرله چې سنوار به په دې شکل ووژل شي او اوس چې ووژل شو، اسرائيل باید جګړه ختمه کړي.

د غزې یو اوسېدونکي مومن ابو وسیم وویل: «نتنیاهو تر دې وروسته د نابود کوونکې جګړې لپاره بله هېڅ پلمه نه لري.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، د غزې اکثریت اوسېدونکي د جګړې له کبله له خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه شوي‌ او دا دویم ژمی دی چې په خیمو کې یې تېروي.

یو بل اوسېدونکي شادي ‌نوف ابو ماهر وویل: «موږ ستړي شوي یو. جګړه اوږده شوه او له موږ یې هر څه واخیستل.» هغه هیله وښوده چې نړۍ مداخله وکړي‌ او جګړه ختمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان د حزب الله ډلې ویلي دي چې له اسرائیل سره په جګړې کې بله سخته مرحله پيلوي.

په اسرائیل باندې د حماس د تېرکال له برید وروسته د حزب الله ډله هم په دغې جګړې کې دخېله شوه. د حماس په دغو بریدونو کې د اسرائيلي مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او د حماس ډلې ۲۵۰ تنه نور یرغمل کړل.

په غزې کې د روغتیا مسئولین وایي چې د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۴۲۴۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل دي.

د اسرائيل صدراعظم ژمنه کړې چې حماس به نابودوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG