د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د حزب الله خلاف ځمکني عملیات پراخ کړي؛ حزب الله د اوربند د هڅو ملاتړ کړی


په غزه کې د حماس سره د جګړې برسېره، اسرائیل د خپلې شمالي پولې خوندي کولو ته پام اړولی.
په غزه کې د حماس سره د جګړې برسېره، اسرائیل د خپلې شمالي پولې خوندي کولو ته پام اړولی.

په داسې حال کې چې په لبنان کې د اضافي ځواکونو ځای پرځای کولو وروسته، اسرائیل سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) ددغه هېواد په جنوبي ساحل کې د حزب الله په خلاف خپل ځمکني عملیات پراخ کړل، د حزب الله مرستیال د اوربند د هڅو ملاتړ اعلان کړی دی.

د حزب الله د ډلې مرستیال نعیم قاسم په لبنان کې د سولې د هڅو حمایت کړی دی.

قاسم په یوې تلویزونې وینا کې، چې ۳۰ دقېقې ده، وویل: "موږ د اوربند د توافق په اړه د نبیه بري د سیاسي فعالیت حمایت کوو."

د حزب الله مرستیال دا خبره هم کړې ده چې د دپلوماسۍ له لارې د اوربند په اړه له توافق وروسته په نورو جزیاتو خبرې کېدای شي خو په خبره یې که "دښمن [اسرائیل] جګړه روانه وساتي، د جګړې میدان به بیا پرېکړه کوي."

په همدې حال کې اسرائیل پوځ د مدیترانې په شاوخوا کې د میشتو ملکي وګړو څخه د وتلو غوښتنه کړې ده.

د اسرائیل د پوځ له خوا په لبنان کې د ځمکنیو عملیاتو د پراخولو اعلان د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ژمنې له مخې شوی چې ویلي دي، د اسرائیل د دښمنانو —حزب الله او حماس— تر ماتې پورې به ددغو ډلو سره جګړې ته دوام ورکوي. دواړو ډلو ګواښ کړی چې په څو اړخیزه جګړه کې به ماتې نه مني.

اسرائیل تیره میاشت وروسته له هغه په لبنان کې خپل نظامي عملیات پراخ کړل کله چې حزب الله د خپل فلسطیني متحد حماس په ملاتړ کې د جګړې محاذ پرانیست.

په غزه کې د حماس سره د جګړې برسېره، اسرائیل د خپلې شمالي پولې خوندي کولو ته پام اړولی ترڅو په شمالي اسرائیل کې د ناامنیو له کبله په لسګونو زره بې ځایه شوي اسرائیلیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

اسرائیل د سپتمبر په ۲۳مه په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه پیل کړل چې له هغه راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۱۱۱۰ کسان وژل شوي او تر یو میلیون زیات خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اسرائیل عملیات تر ډیره حده د پایتخت بیروت برسېره د لبنان پر جنوبي او ختیځو سیمو متمرکز دي، چې په عنعنوي ډول د حزب الله مرکزونه ګڼل کیږي.

د بیروت ښار په جنوب کې د اسرائیل د یو هوايي برید وروسته
د بیروت ښار په جنوب کې د اسرائیل د یو هوايي برید وروسته

په داسې حال کې چې د جنوبي ساحل په اوږدو کې سیمې هم له دغو عملیاتو خوندي ندي پاتې، خو په دې سیمه کې له خلکو څخه د اسرائیل د تخلیې وروستۍ غوښتنه ښيي چې جګړه ښايي د ساحل په اوږدو کې شمال لور ته پراخه شي.

په خپل ټیلیګرام چینل کې، د اسرائیل پوځ وویل چې د دوی ۱۴۶ نمبر فرقې د لبنان په جنوب لویدیځ کې د حزب الله د اهدافو او زیربناوو په وړاندې "محدود، سیمه ایز او هدفي عملیاتي فعالیتونه" پیل کړي دي.

پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی به د حزب الله پرضد خپل عملیات د لبنان جنوبي ساحلي سیمو ته پراخ کړي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې له ساحل څخه لیرې پاتې شي.

نعیم قاسم د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اسرائیل له سختو هوایي بریدونو سره سره ددغې وسله والې ډلې پوځي وړتیاوې "ښې" دي.

د فرانس پرس په حواله نوموړي ویلي: "تاسو ګورئ چې زموږ ورځنۍ لاسته راوړنې عالي دي. لوی شمیر [اسرائیلي] میشت ځایونه او ښارونه د سلګونو راکټونو او ډرونونو تر برید لاندې راغلي دي... زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې زموږ وړتیاوې ښې دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG