د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل پوځ د جنوبي لبنان اوسېدونکو ته پاڼې غورځولې چې له سیمې ووځي


دا تصویر پخوانی دی.
دا تصویر پخوانی دی.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیل د جنوبي لبنان په یوه سرحدي کلي کې پاڼي غورځولي او له اوسېدونکو څخه یې غوښتي چې سیمه تخلیه کړي.

خو د اسرائیل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د دوی یوې لوا له تائيدي پرته دا اقدام کړی دی.

په تېرو ۱۱ میاشتو کې د اسرائيل او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې له اوسیدونکو څخه غواړي چې سیمه تخلیه کړي.

د لبنان ملي خبري اژانس د دغه هېواد په جنوب کې سرحد ته نېږدې یو کلي ته په اشارې وویل: "دښمن اسرائیل د وازاني په فضا کې پاڼې وشیندلې چې په کې له خلکو څخه غوښتل شوي ترڅو سیمه تخلیه کړي. "

د وازاني ښاروال احمد ال‌ محمد د فرانسې له خبري اژانس سره د دغې پاڼې انځور شریک کړی دی چې په کې د سیمې نقشه لیدل کېږي‌ او هغه سیمې چې باید تخلیه شي په سور رنګ په نښه شوې دي.

په دغې پاڼه کې په عربي ژبه لیکل شوي: "ټولو هغو اوسیدونکو او مهاجرینو ته چې د کمپونو په سیمه کې ژوند کوي، حزب الله ستاسو له سیمې څخه ډزې کوي. تاسو باید سمدستي خپل کورونه پریږدئ او د مازدیګرله څلورو بجو څخه مخکې د خیام شمال ته لاړ شئ. د جګړې تر پای ته رسیدو پورې دې سیمې ته بېرته راستانه نشئ."

په پاڼه کې ټینګار شوی هغوی چې له ټاکل شوي وخت وروسته په سیمه کې پاتې وي تروریست ګڼل کېږي. وازاني یوه کرهنیزه سیمه ده چې تر ډېره په کې سوریايي وګړي د بزګرۍ لپاره استخدام کېږي.

د اسرائیل د پوځ ویاندې وویل چې دغه پاڼې د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې په هغه سیمه کې غورځول شوي چې له هغه ځایه د اسرائيل پر شمال د توغنديو بریدونه شوي و.

خو هغې وویل: "دا د ۷۶۹ لوا اقدام و، د شمال د قوماندانۍ له خوا نه دی منل شوی. په دې اړه پلټنې پیل شوې دي."

د اسرائيل الوتکې د غزې په تړانګه کې له برید وړاندې په منظمه توګه ورته پاڼې شیندې او له خلکو څخه غواړي چې له خپلو سیمو څخه ووځي.

د حزب الله یو قوماندان نعیم قاسم د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د لبنان پولې ته نېږدې سیمو کې خپلو کورونو ته د ۱۰۰زره بې‌ځایه شويو خلکو د بیرته راوستلو لپاره د اسرائيل له خوا د هراړخیزې جګړې په پیلېدو سره به "سلګونه زره" نور اسرائیلیان بې ځایه کړي.

د فرانسې خبري اژانس د شمیرو له مخې د تېر عیسوي کال د اکتوبر له پیل راهیسې په پوله کې د اسرائيل او حزب‌الله ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله په لبنان کې ۶۲۳ کسان وژل شوي ، چې لږترلږه ۱۴۱ ملکي وګړي هم په کې شامل دي.

د اسرائيل چارواکو ویلي‌ چې د هغوی لوري ته په ځانګړې توګه د ګولان په لوړو کې لږ تر لږه ۲۴ عسکر او ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG