د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش: په غزې کې چې څه پېښېږي، د منلو نه دي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (سنبله۲۱) وویل په هغه ښوونځي کې، چې بې ځایه شویو کورنیو په کې پناه اخیستې وه، د اسرائیل په هوايي برید کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې شپږ تنه وژل شوي‌ دي.

ګوتېرش د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي: «هغه څه چې په غزې کې پېښېږي، د منلو نه دي... د نړیوال بشري قوانینو څخه دا ډراماتیکې سرغړونې باید همدا اوس ودرول شي.»

انتوني ګوتېرش ویلي دي په هغه ښوونځي باندې، چې د ۱۲۰۰۰ کډوالو په پناه ځای بدل شوی و، یو ځل بیا برید شوی.

د ۴۳ کسانو وژل

د اسرائیل پوځ او د غزې مدني دفاعي‌ ادارې ویلي دي چې د اسرائيل پوځ د النصیرات په سیمې کې د الجووني په ښوونځي برید کړی دی.

د غزې مدني دفاعي ادارې ویاند محمود بصل فرانس پرس ته ویلي دي چې د اسرائيل په بریدونو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي، په دوی کې یې ۱۹ ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيل پوځ ویلي دي چې برید یې د حماس د سوق او ادارې په مرکز کړی دی.

د غزې د مدني دفاعي ادارې ویلي دي چې په شپږو وژل شویو ماشومانو کې یې یو د دغې ادارې د یو غړي لور ده.

د چهارشنبې په ورځ په خان یونس کې په یو بل برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي‌ چې شپږ یې خویندې او وروڼه دي.

د روانې جګړې شاوخوا ۱۲ میاشتې کېږي او د اسرائيل پوځ څو ځلې په ښوونځیو بریدونه کړي دي او وايي چې د حماس تندلارو ترې ګټه اخیسته. اسرائيل د حماس ډله تورنوي چې د استوګنو له سیمو څخه ګټه اخلي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي چې د یوې نظر پوښتنې په اساس په غزې کې ۹۰ سلنه ښوونځي په هوايي بریدونو کې یا ډېر او یا لږ زیانمن شوي دي او تر نیمايي زیات ښوونځي د بې ځایه شویو په پناه ځایونو بدل شوي دي.

اسرائیلي مقامات وايی چې د تېرکال په اکتوبر کې د حماس بریدګرو په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرائيل وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تقریبآ ۴۱زره فلسطینیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG