د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل پوځ: د اسرائیل درې امنیتي ساتونکي د اردن سرحد ته نژدې وژل شوي


د اسرائيل امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای کې لیدل کېږي
د اسرائيل امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای کې لیدل کېږي

د اسرائیل پوځ نن یکشنبه سپتمبر اتمه (سنبله۱۸) وویل چې د اردن او لویدیځې غاړې په سرحدي سیمې کې د اسرائيل درې امنیتي ساتونکي یې په یو برید کې وژل شوي دي.

د اسرائيل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ملک حسین په سرحدي لاره کې د یو بار وړونکي موټر چلوونکی له خپل موټر څخه ښکته شوی او په اسرائیلي امنیتي ساتونکو یې ډزې کړې دي.

د اسرائيل پوځ وایي چې بریدګر یې په دغو ډزو کې وژل شوی دی، خو د بریدګر په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

د اردون په لویدیځه غاړه کې د اسرائيل د پوځ له عملیاتو او فلسطینیانو له بریدونو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د اسرائيل پوځ وايي په دغه برید کې درې وژل شوي کسان ولسي خلک وو چې د امنیتي ساتونکو په توګه یې دندې لرلې او د اسرائيل پوځ سره یې اړیکه نه لرله.

د ملک حسن سرحد د لویدیځې غاړه یوازینۍ لار ده، چې فلسطینیان اسرائیل ته له داخلېدو پرته له لویدیځې غاړې څخه پرې وتلای شي.

د حماس د تېرکال د اکتوبر میاشتې له بریدونووروسته په لویدیځې غاړې کې هم بریدونه زیات شوي دي.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي چې د اسرائيل پوځ او په لویدیځه غاړه کې مېشتو اسرائیلیانو تر دې دمه ۶۶۲ فلسطینیان وژلي دي. اسرائيل دا سیمه په ۱۹۶۷ کال کې اشغال کړې ده.

اسرائیلي مقامات وايي په لویدیځه غاړه کې په روان تاوتریخوالي کې ۲۳ اسرائيلیان هم وژل شي چې یو شمېر یې د دغه هېواد سرتېري دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG