د لاس رسي وړ اتصالات

د پراخو نړیوالو مخالفتونو سره سره، اسرائیل د غزې په جنوب بریدونه پیل کړل


د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.
د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

د نړیوالو نیوکو سره سره، اسرائیل د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۵ (سلواغۍ ۲۶مه) د غزې تړانګې په جنوب په رفح کې د وژونکو بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د څلور میاشتنې جګړې وروسته چې د غزې پراخې برخې یې ویجاړې کړې، د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکي یې بې ځایه او خلک یې د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړل، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې د "بشپړې بریا" لپاره باید په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو پلان عملي شي.

رفح د غزې د تړانګې وروستی مرکز دی چیري‌ چې سلګونو زره فلسطینیانو په موقت کمپونو کې پناه اخیستې او اسرائیلي ځواکونه لا هم دغې سیمې ته نه دي داخل شوي. د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

د احلام ابو عاصي په نوم یو بي ځايه شوی وویل:"موږ د غزې له ښار څخه جنوب ته بې ځایه شوي یوو. بیا موږ ته وویل شول چې رفح ته ولاړ شي، نو موږ رفح ته لاړو". هغه زیاته کړه: "اوس موږ ته ویل کیږي چې له دې ځايه ولاړ شي. زموږ لپاره هیڅ خوندي ځای نشته."

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ۱۱۶۰ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، نتنیاهو ژمنه وکړه چې د حماس ډله به له منځه یوسي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د احصايې له مخې، له هغې ورځې راهيسې چې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي، پدغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸۵۷۶ زرو کسانو وژل شوي دي، چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

نتنیاهو د ټلیګرام په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې وویل: " کله چې ملکي وګړو ته د جګړې له سیمې د وتلو اجازه ورکړل شوه نو بیا اړتیا ده چې رفح کې یو قوي اقدام وشي او موږ به تر بشپړې بریا پورې جګړه وکړو. "

استرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ هغه وروستی هېوادونه چې اسرائیل ته یې خبرداری ورکړی وو چې په رفح کې دې ځمکنی برید ونه کړي، په یوې یوه ګډې اعلامیې کې ویلي، چې دا برید به په رفح کې د ۱.۵ملیون فلسطینیانو لپاره چې هلته یې پناه اخیستې، "ویجاړونکي" پایلې وي. په اعلامیه کې راغلي: "د ملکي خلکو لپاره بل ځای نشته چې لاړ شي."

په غزې او لویدیځه غاړه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی ریجارد پیپرکورن وايي چې په رفح باندې برید به "د تصور څخه پورته یو بشري ناورین وي او بشري بحران به نور هم زیات" کړي.

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په رفح باندې د برید په اړه مخالفت څرګند کړی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون هم په تیلیفون کې د اسرائیل له صدراعظم سره په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک هم له نتنیاهو سره تر خبرو مخکې ویلي وو چې د رفح خلک هېڅ ځای نه لري چې ولاړ شي او نه شي کولای "چې په هوا کې تري تم" شي.

د اوربند لپاره خبرې اترې

بلخوا د مصر په پلازمینه قاهره کې د اوربند د ټینګولو هڅې په داسې حال روانې دی، چې د امریکا، قطر او مصري مذاکره کوونکي هڅه کوي چې د یوې داسې موافقې پر سر منځګړیتوب وکړي چې له مخې یې په غزه کې جګړه ودرول شي او د حماس په ولکه کې نږدې ۱۳۰ تنه یرغمل شوي د فلسطینیان بندیانو په بدل کې خوشي شي.

د سه شنبې په ورځ په دغو خبرو اترو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې ) رئیس ویلیم برنز د موساد یا د اسرائیل د استخباراتو ادارې له مشر سره په داسې حال کې ګډون وکړ چې د حماس پلاوی د چهارشنبې په ورځ قاهرې ته ورسید.

خو د خبرو په دې پړاو کې د سمدستي پرمختګ کومه نښه نه لیدل کیږي. د نتنیاهو دفتر په یو بیان کې ویلي چې اسرائیل په قاهره کې د اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کولو لپاره "د حماس لخوا کوم نوی وړاندیز" نه دی ترلاسه کړی.

اسرائیلي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد پلاوي ته ویل شوي چې قاهرې ته ور نه شي او په خبرو اترو کې تر هغه وخته ګډون وکړي چې حماس خپل دریځ نرم نه کړي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس پر حماس غږ کړی چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي او د فلسطینیانو لپاره د نورې غمیزې مخه ونیسي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د عربي متحدینو یوه کوچنۍ ډله د اوږدمهاله سولې پر یو داسې پلان باندې کار کوي کوم چې د فلسطین دولت د جوړولو لپاره مهال ویش ټاکي.

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتمار بن ګویر او د مالیې وزیر بیزالیل امسوتریچ، چې دواړه ښي اړخه ګڼل کیږي، وایي چې د فلسطیني دولت جوړول به "د اسرائیل د دولت لپاره یو ګواښ وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG