د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پخوانی ولسمشر په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه بې برخې شوی


د ایران پخوانی ولسمشر، حسن روحاني
د ایران پخوانی ولسمشر، حسن روحاني

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴مه) وویل، چې د دغه هېواد ساتونکې شورا (شورای نګهبان) د ایران پخواني ولسمشر، حسن روحاني د مارچ په میاشت کې د 'خبرګانو مجلس' په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کړی دی.

ددې اقدام وروسته، ښاغلی روحاني په یوې اعلامیې کې د ایران د ساتونکي شورا څخه غوښتي، چې د 'خبرګانو مجلس' په ټاکنو کې د ګډون په موخه د هغه د بې برخې کولو دلایل په ډاګه کړي.

حسن روحاني وویل: "بیله شکه چې واکمن اقلیت په رسمي او غیر رسمي توګه په ټول ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون نه غواړي. پدې کار سره دوی نه یوازې د خلکو لخوا د هغوي د برخلیک د ټاکل کیدو مخنیوی کوي، بلکې غواړي په خپله د ګوندي پریکړو پر مټ د خلکو برخلیک وټاکي."

خو ښاغلي روحاني په ټول ټاکنو د خلکو په ګډون باندې‌ ټینګار کړی ویې ویل: "مونږ باید داسې یوه لاره ولټوو چې د ایران د خلکو څرګند غږ شي. موږ باید په ټاکنو کې برخه واخلو، که څه هم زه به رد شوی یم، خو باید د رایو له لارې اعتراض وکړو."

د خبر ګان مجلس چې په ۱۹۸۲ کال کې رامنځته شوی او ۸۸ غړي لري، د چارو د څارنې په ګډون د ايران د رهبر د لرې کولو او ټاکلو واک لري. همدارنګه دغه مجلس ډیر کم د پالیسۍ جوړولو په برخه کې مستقيمه مداخله کړې ده. د ایران د پارلمان غړي د ایران د ساتونکو شورا له خوا د اتو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

تمه کیږي چې دغه پارلمان به د ایران د ۸۴ کلن ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي، د ځای ناستي په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.

روحاني چې یو منځلاری ګڼل کیږي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ ولسمشریزې ټاکنې یې په دې ژمنې سره په پراخ توپیر وګټلې، چې د ایران ډپلوماتیک انزوا به له منځه وړي. خو په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران له اټومي موافقې وروسته، د هغو سیاست پالو له قهر او غوسې سره مخ شو، چې له امریکا سره د هر ډول ښکیلتیا مخالفت کوي.

روحاني په اعلامیې کې ویلي: "هغه کسان چې د سیاسي انګیزو له مخې یې زه او د اسلامي شورا زرګونو رضاکاران بې واکه کړي او همدارنګه د خلکو څخه یې د ګډون حق اخیستې دی، نه یواځې د انقلاب او ددې هېواد خاوندان نه دي، بلکې د ایران د ريښتنو او مهربانه خدمتګارانو د بې واکه کولو صلاحیت هم نلري."

ساتونکي شورا ۱۲ غړي لري او د ټاکنو او د هغه د قوانینو څخه څارنه کوي. دې شورا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د خبرګانو د شورا ۸۰ سلنه نوماندان بې واکه کړي وو. منځلارې سیاستوالو، ساتونکي شورا، د هغه د سیالانو په بې واکه کولو تورنوي او وايي چې دغه چاره د رایو مشروعیت کمزوری کوي.

همداراز تمه کیږي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ډیر کم شمېر رایه ورکوونکي برخه واخلي. روحاني تېره اوونۍ ویلي وو، چې د ایران اکثریت خلک نه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او دا کار د واکمن اقلیت په ګټه دی، کوم چې د رایې ورکوونکو لږ ګډون غواړي.

د اصلاح غوښتونکو یو بل پلوي ویلي، د روحاني په بې برخې کولو سره د ساتونکي شورا وښودله، چې سخت دریځې غواړي منځلاري د خبرګانو له مجلس څخه لرې وساتي.

تر اوسه دغې شورا د ایران په پارلماني ټاکنو کې چې ټاکل شوې د مارچ په لومړۍ نیټه ترسره شي، سلګونه نوماندان له ګډون څخه بې برخې کړي دي او د ایران د دولتي مطبوعاتو د خبر په حواله، د دغې شورا له خوا یوازې ۳۰ منځلاري نوماندانو ته د نوم لیکنې حق ورکړل شوی دی.

د دې راپور یوه برخه له رویټرز خبري اژانس څخه اخیستل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG