د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ولسمشر د اردوغان سره د غزې په اړه خبرو دپاره ترکیې ته تللی


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمې) ترکیې ته ورسېد ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو پر هوارولو او د اسرائیل او حماس د جګړې د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

د نوموړي دا سفر تراوسه دوه ځله ځنډېدلی دی. رئیسي په داسې حال کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره ګوري چې منځني ختیځ ته په غزه کې د روانې جګړې د خپرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي.

متحده ایالاتو او بریتانیې په یمن کې د ایران د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو پر ضد په سره سمندرګي کې پر بیړیو باندې د دوی د بریدونو په ځواب کې ګډو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

په عین وخت کې اسرائیل په وار وار په سوریه کې له تهران سره تړلي کسان په نښه کړي او داسې ښکاري چې په لبنان کې د ایران په ملاتړ د حزب الله وسله والو په وړاندې د بشپړې جګړې پیلولو په درشل کې دی.

ایران او پاکستان تیره اونۍ د "اورپکو" او "ترهګرو" پر اهدفونو د یو بل پر خاوره بریدونه تبادله کړل او ترکیې پخپله سوریه او ایران کې پر کردي ډلو توپچي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي.

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتوالي رئیسي دې ته اړ کړ چې انقرې ته خپل سفر دوه ځله وځنډوي.

د جنوري په لومړیو کې په انقره کې پلان شوې خبرې اترې وروسته له هغه وځنډول شوې چې د ایران په کرمان کې د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني په زیارت کې چاودنو ۸۹ کسان ووژل او داعش یې مسئولیت واخیست.

انقرې ته د رئیسي سفر د نومبر په میاشت کې د غزې په اړه د خبر په خاطر په سفر کې د ګډون کوونکو دپلوماتانو د مهال وېش د بوختیا له امله ځنډول شوی و.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دواړه مشران به د یو ورځني سفر په ترڅ کې د خپلو لوړپوړو وزیرانو د غونډې مشري وکړي او له خبرو وروسته په یو خبري کنفرانس کې راڅرګند شي.

د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې په منځني ختیځ کې ناکراریو له ایران سره د ترکیې نږدې خو ناکراره اړیکو کې د پیچلتیا نوی باب اضافه کړ.

ایران او ترکیه ۵۳۵ کیلومتره ګډه پوله لري او نږدې اقتصادي اړیکو او دپلوماتیکو شخړو اوږد تاریخ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG