د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او ایراني پلاوي ایران کې د اعدام سزا سره د مخ افغان بندیانو پر بدیل میکانیزم خبرې کړي


د طالبانو او ایران پلاوي د خبرو پر وخت
د طالبانو او ایران پلاوي د خبرو پر وخت

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د ایران د قضایه قوې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د سپارلو د موافقې او په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزات مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۰ ( مرغومې ۳۰) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د ایران د قضایه قوې د مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر کړی او د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل ویلي: "د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو د هواریدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وکړې".

ضیا احمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په دغه هیواد کې د بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو له مخې د ایران د قضایه قوې مرستیال غریب ابادي د دې غوښتنې په اړه ویلي: "موږ په دې برخه کې خوراجدي موقف لرو او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په مرسته به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي".

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا کابل ته د کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه ویلي چې دا سفر د طالبانو د حکومت د قضایه شورا د رئیس په بلنه شوی دی.

ایرنا د غریب ابادي او متقي د کتنې په اړه ویلي: "دواړو خواو په دې کتنه کې... د یو لړ موضوعاتو په اړه لکه تروریزم او د تکفیري ډلو سره د کلکې مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضایې کمیټې جوړیدل، افغانستان ته د ایران د قضایي تجربو انتقال، د محکومو شویو انتقال او د مجرمانو د استرداد اړوند مسلو خبرې کړي دي".

د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې په سر کې ویلي و چې د ایران د حکومت د قضایي قوې یو پلاوی په دغه هیواد کې د اعدام په سزا د محکومو شویو افغانانو د دوسیو د ارزونې لپاره کابل ته سفر کوي.

د ایران په زندانونو کې د اعدام په سزا د محکومو شویو افغانانو د برخلیک په اړه بحث د اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ دوام لري. پخواني جمهوري رژیم کې هم په دې مسله د ایراني چارواکو سره خبرې شوې وې، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو دقیق شمیر څرګند نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قنسولي چارو عمومي رئیس د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ددغه هیواد په زندانونو کې د افغان بندیانو شمیر شپږ زره ښودلی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزات دغه چارواکي په زندانونو کې د افغان کډوالو د اچولو او پر هغوی د لګیدلو تورونو په اړه څه نه و ویلي، خو ځینو نورو ایراني چارواکو ویلي و چې ددې سربیره چې اکثره افغانان په ایران کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلري هغوی د نشه يي توکو د قاچاق او ځینو نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د قضایه قوې د مرستیال سره د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو په ځانګړي ډول د اعدام د سزا سره د مخ بندیانو د وضعیت په اړه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په ناروې کې دیره د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د ایران قضایه قوې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ ( مرغومې ۲۸) د یو افغان په ګډون دوه تنه د رشت په زندان کې اعدام کړي دي.

دغه سازمان په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي چې یو افغان صلاح الله بخش او یو ایرانی حمید عبادي نژاد د نشه يي توکو د اړوند جرمونو په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې په دغه هیواد کې په پرله پسې ډول د نشه يي توکو اړوند تورونو باندې د اعدام شویو بندیانو شمیر زیات شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG