د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ایران او افغانستان ترمنځ په ګمرکونو کې د کار وخت ۱۶ ساعته شوی


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معینیت دفتر وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري او ترانزیټي مالونو د انتقال د کچې د زیاتیدو لپاره ایراني چارواکو ورسره موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په درې سرحدي ګمرکونو کې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته لوړ کړي.

دې معینیت یکشنبې جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) په اعلامیې کې ویلي چې دا پریکړه د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو ګډو کمېټو په لومړنۍ غونډه کې شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دغه غونډې چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه دواړو لورو توافق وکړ، چې د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصرفراهي او د ایران طرف ته د دریو سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي".

ددغې اعلامیې له مخې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه موافقه وشوه تر څو په ورځني ډول د بار وړونکو موټرونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دغو غونډو کې افغانستان ته د ایراني باروړونکو موټرونو شل ورځنی بندیز هم لرې کړل شو. همدارنګه دواړو لورو د سوداګرۍ ودې په موخه ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه اعلان کړل".

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معینیت دفترویلي چې ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي فیس لغوه کړی دی.

د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ایران ته د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدو لپاره یو شمیر موافقې شوې وې، چې ددغو موافقو د بهیر د څارنې لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو کمیټو په جوړولو باندې هم موافقه شوې وه.

ایران اوس مهال د افغانستان ستر اقتصادي شریک دی. د نړیوال بانک د یو راپور له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د خپلو مجموعي وارداتو ۲۱ فیصده له ایران څخه وارد کړي و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې اوس مهال له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو ته رسیږي، خو له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه شاوخوا ۶۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

افغانستان له ایران څخه تیل، ساختماني او بریښنايي توکي صادروي او په مقابل کې یې له افغانستان څخه وچه او تازه میوه او ځینې نور محصولات دغه هیواد صادریږي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تیر ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۴ (کب ۲۳) له ایراني چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د تهران له لوري د لا زیاتو سهولتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي عزیزي هیله ښودلې وه چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان او ایران ترمنځ به د راکړې ورکړې کچه لسو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

افغانستان اوس مهال د شاوخوا اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د ۱.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG