د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرکال د افغانستان صادرات ۱.۹ میلیارده ډالره و


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان صادرات ۱.۹ میلیارده ډالرو ته رسیدلي چې د وړم کال پرتله دوه فیصده زیاتوالی ښيي.

ددغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دوشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه ویدیوي پیغام کې ویلي چې د سالنګ د لویې لارې بیا رغونې له امله ددغې لارې د بندیدو او د ډبرو سکرو په صادراتو کې د کمښت سره سره د وړم کال پرتله په صادراتو کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی وو.

ښاغلي جواد وویل: "د کرنیزو محصولاتو صادراتو کې لکه مالوچ، وچ انځر زیاتوالی راغلی دی. پاکستان، اوزبیکستان، او تاجیکستان ته صادراتو کې کموالی راغلی، خو هند، چین او قزاقستان ته صادرات زیات وو."

نړیوال بانک په یو راپور کې په ۲۰۲۲ کال د افغانستان د صادراتو کچه ۱.۷ میلیارده ډالره ښودلې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي هم بهرنیو هیوادونوته د افغانستان د صادرات زیاتیدل تاېیدوي او وايي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې یوازې د ۶۳۸ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچه میوه بهرنیو هیوادونه ته صادره شوې ده.

ددغې خونې سرپرست محمد یونس مومند د یکشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې د اوچې او تازه میوو د صادراتو ترڅنګ په تیر ۲۰۲۳ کال کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت ترکاري هم بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده.

مومند وویل: "درې لکه ۶۳ زره ټنه تازه میوه د ۱۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت باندې صادرات لرو، ۱۵۵ زره ټنه وچه میوه د ۴۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت سره صادرات لرو او ۶۵۱ زره ټنه سبزیجات د ۱۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرو."

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د وارداتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تیره میاشت ددغه وزارت ویاند د افغانستان د وارداتو کچه شاوخوا اوه میلیارده ډالره ښودلې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي هم د بهرنیو هیوادونو څخه د افغانستان د وارداتو کچه په کال کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره ښيي. نړیوال بانک په راپور کې ویلي چې په تیرکال کې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۳۷.۵ فیصده زیات شوی وو.

دغه بانک د اکتوبر۳۱ ( لړم نهم) په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې د۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۴.۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲کال په همدې موده کې د سوداګرۍ د بیلانس کسرکچه ۳.۲ میلیارده ډالره وه.

د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس د سوداګرۍ د بیلانس د کسر د زیاتیدو علت د افغانستان د صادراتو د کمیدو او د وارداتو د زیاتیدو له امله دی.

دغه بانک ویلي: "د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې افغانستان د توکو د واردولو کچه د صادراتو پرتله زیاته وه چې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله د سوداګرۍ د بیلانس د کسر زیاتیو سبب شوی دی. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان واردات ۵.۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي و، چې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله ۲۷ فیصده زیاتوالی ښيي".

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي، چې د وارداتو د زیاتوالي کچه د خوراکي توکو، د کانونو موادو، منسوجاتو، کیمیاوي توکو،ماشین الاتو او انتقالاتو په ګډون په ټولو وارداتي توکو کې لیدل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG