په امریکا کې د سه شنبې په ټاکنو کې مسلمانو او عرب امریکايانو په تیرو دوو لسیزو کې دیموکرات ګوند ته د خپلې وفادارۍ دود مات کړ او رایه یې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یا هم د دریم ګوند کاندیدانو ته ورکړه.
په غزه کې د جګړې سره د بایډن د ادارې د چلند په وړاندې د نارضایتۍ له کبله رامنځته شوي د دریځ دغه بدلون، له ټرمپ سره مرسته وکړه چې په ټاکنو کې په مهمو رقابتي ایالتونو کې خپلې سیالې، د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ته ماتې ورکړي.
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا (کایر) د یوې سروې له مخې چې ۱۳۰۰ تنه رای ورکوونکي پکې پوښتل شوي، له نیمايي لږو مسلمانو رایه ورکوونکو د هریس ملاتړ کړی دی. ددغې شورا د حکومتي چارو د مسئول رابرټ مک کاو وویل چې زیاترو دریم کاندید او یا ټرمپ ته رایه ورکړې ده.
د مسلمانانو د رایو بشپړ انځور لا تر اوسه نه دی څرګند. د کایر سروې د اسوشیټیډ پرس د رایې اچوونکو له هغې سروې سره فرق لري چې ښيي د ولسمشر مرستیالې په مجموعي توګه د مسلمانو د رایو ۶۳ سلنه ګټلې ده.
د رابرټ مک کاو په وینا، ددې ټولنې د سروې له خوا موندل شوي د رای ورکولو نمونې د تیرو ۲۰ کلونو وضعیت سره غټ توپیر په ګوته کوي چې په ترڅ کې یې مسلمانو امریکایانو په پراخه کچه د ډیموکراتانو د کاندیدانو ملاتړ کړی و.
مک کاو له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دا په تیرو ۲۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې مسلمانه ټولنه د دریو کاندیدانو تر منځ ویشل کیږي."
د عربي امریکایی انسټیټیوټ رئیس جیمز زوګبي وویل، د مسلمانانو په رایو کې دا بدلون د عرب امریکایی رای ورکوونکو ترمنځ هم لیدل شوی، چا چې د دوو لسیزو راهیسې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په وړاندې د ډیموکراتو نوماندانو ملاتړ کړی و، خو په سږکال په ټاکنو کې یې رایې ۴۲ – ۴۱ سلنه د ټرمپ او هریس ترمنخ وېشل شوې وې..
زوګبي امریکا غږ ته وویل: "غزې ډیر تاثیر درلود او په ټولنه کې یې د مشخصو ډلو ترمنځ دومره نارضایتي رامنځته کړې چې ما تمه نه درلوده چې د دې کچې اغیز به ولري. هغه څه چې خلکو په غزه کې ولیدل، پر دوی یې خورا ژور تاثیر وکړ."
د مسلمان امریکایانو شمېر ۳.۷ میلیون اټکل کیږي او په همدې اندازه عرب امریکایان هم شته. دواړه ډلې خورا متفاوتې دي، او که هغه محافظه کار وي یا پرمختللی، په یوه کټګورۍ کې په ښه توګه سره سمون نلري.
خو په مشیګن کې، او په ځانګړې توګه ددغه ایالت په ډیربورن او همټرامیک سیمو کې، د عربو او مسلمانو امریکایي رای ورکوونکو په دریځ کې بدلون د وړاندوینې وړ و.
په ډیربورن کې، چې له نیمايي زیات اوسېدونکي یې په خټه د منځني ختیځ دي، ټرمپ د ۴۲٪ څخه ډیرې رایې ګټلې، چې څلور کاله دمخه دا شمېر یوازې ۱۳٪ و. او هریس ددې ټولنې یوازې ۳۶٪ رایې ترلاسه کړي په داسې حال کې چې بایډن ته یې څلور کاله وړاندې نږدې ۷۰٪ رایې ورکړي وې.
د امریکا په لومړي اکثریتي ښار هامټرامک کې، ټرمپ ۴۳٪ رایې خپلې کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۱۳٪ وې. هاریس یوازې ۴۶٪ رایې خپلې کړې، له هغه ۸۵٪ څخه چې بایډن څلور کاله وړاندې رایې ورکړې وې.
د ګرین ګوند کاندید سټین په په ډیربورن او همټرامیک سیمو کې په ترتیب سره ۱۸ او ۹ سلنه رایې ګټلي دي.
د مسلمانو او عربو د رایو له لاسه ورکول لامل شو چې هریس ونه توانېده د مشیګن د ۱۵ ټاکنیزو حوزو رایې وګټي. د "ایمګېج" په نوم د مسلمانانو د رای ورکولو د حقونو ډله اټکل کوي چې په مشیګن کې له ۲۰۰ زرو څخه ډیر راجستر شوي مسلمان رایې ورکوونکي شته. د پنجشنبې په ورځ د وروستیو پایلو له مخې ټرمپ د ۸۴ زره رایو په توپیر دغه ایالت وګاټه.
د انتخاباتي کمپاین په وروستیو ورځو کې، ټرمپ د مشیګن د عربو او مسلمانو رای ورکونکو سره د غزې د جګړې او نورو بهرنیو جګړو د پای ته رسولو ژمنه وکړه. تیره اونۍ ، هغه همترامیک ته سفر وکړ چیرې چې ښاروال امیر غالب، چې په اصل کې د یمن دی، د هغه ملاتړ اعلان کړ چې له کبله یې ددې ښار د شورا ځینو غړو مخالفت وښود.
که څه هم هریس په غزه کې د اوربند ملاتړ کړی او د خپل لنډ کمپاین په جریان کې یې د مسلمانو او عربو د ټولنې له ځینو فعالانو سره کتلي خو د ځینو له خوا ورباندې انتقاد شوی چې د عربو او مسلمانو امریکایانو د رایو د ګټلو لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.
د دیموکراتیکې ملي کمیټې غړي زوګبي وویل: "زه فکر کوم چې هغې ډونالډ ټرمپ ته یو خلاص میدان پرېښود چې مشیګن ته لاړ شي، له خلکو سره مستقیم وګوري، لاس ورکړي او ورته ووایی چې زه غواړم چې تاسو ماته رایه راکړئ."
په امریکا کې د اریزونا ایالت په پوهنتون کې د مسلمانانو د تجربو د مرکز مدیر چاډ هینس وویل، په دې ټاکنو کې د امریکايي مسلمانانو ټولنه په دوو برخو وېشلې وه، یوې غوښتل چې د غزې په اړه د دیموکراتانو ګوند ته پیغام ورسوي او بله هغه چې د ټرمپ له راتګ څخه وېره لري.
هینس چې مسلمان شوی او هریس ته یې رایه ورکړې، وویل: "یوه ډله په دې خوشحاله ده چې ډیموکراتانو ضربه ولېدله او بله ډله د راتلونکو څلورو کلونو په اړه ژوره اندیښنه لري."
فورم \ دبحث خونه