د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا له اعلان یوه ورځ وروسته وویل چې د امریکا د ټاکنیز نظام د سموالي او تمامیت په اړه شکونه باید "خاورو ته وسپارل شي."
بایډن د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم ۱۷) په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې، وویل: "پرته له دې چې تاسو چا ته رایه ورکړې ده، هیله من یم دا کار وکړو چې موږ یو بل ته د دښمنانو په توګه نه بلکې د د امریکایي هیوادوالو په سترګه وګورو. حوصله وکړو."
ولسمشر بایډن وویل چې ټرمپ ته یې ټیلیفون کړی او هغه ته یې د بریا مبارکي ویلې ده. هغه د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې نیټې ته په اشارې سره وویل: "د جنورۍ په شلمه نیټه به مونږ د قدرت د سوله ایز انتقال شاهدان واوسو."
بایډن د دموکرات ګوند پلویانو ته وویل چې امید له لاسه مه ورکوئ او ځانونه "مات شوي" مه ګڼئ. هغه وویل: "د ماتې نه شي نیول کیدای او د هڅې څخه لاس اخیستل د بخښلو وړ ندي... موږ دا مبارزه بایلودله. ستاسو امریکایي خیالونه له تاسو څخه غوښتنه کوي چې بیا ودریږي."
د دموکرات ګوند ځینې غړي ۸۱ کلن بایډن د ټرمپ پر وړاندې د کاملا هریس د ماتې لامل بولي. بایډن چې په پیل کې په ټاکنو کې د دموکرات ګوند نوماند و، د روان کال د جولای په میاشت کې د ټرمپ سره له کمزوري بحث وروسته له سیالۍ څخه ووت او له هریس څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
کاملا هریس د چهارشنبې په ماښام نومبر شپږمه (لړم ۱۶) په واشنګټن ډي سي کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او ژمنه یې وکړه چې ټرمپ ته به واک په سوله ییز ډول انتقال شي. هغې وویل: "موږ باید د دې ټاکنو پایلې ومنو. نن سهار ما له منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ته یې د بریا مبارکي ورکړه."
جو بایډن د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې، د خپلې ولسمشرۍ پاتې دوه نیمو میاشتو ته په اشارې سره وویل: "موږ دنده لرو چې په راتلونکو ۷۴ ورځو کې له فرصتونو څخه ډیره ګټه پورته کړو."
د جوبایډن د ولسمشرۍ دنده به د جنورۍ په شلمه د ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته پای ته ورسیږي.
فورم \ دبحث خونه