د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار: اسرائیلي ځواکونو په وار وار بشري مرسته کوونکي په نښه کړي


د بشري حقونو څار نن سه شنبه مۍ ۱۴ (غويي۲۵) وویل چې اسرائیلي ځواکونو په وار وار په بشري مرسته کوونکو بریدونه کړي او په داسې حال کې یې هم په نښه کړي چې مخکې له مخکې یې د موقعیت په اړه معلومات ورکړل شوي وو.

د بشري حقونو څار وايي چې اته داسې پېښې یې ثبت کړې دي چې په کې د بشري مرستو کاروانونه په نښه شوي دي او ۱۵ تنه په کې وژل شوي دي. وايي په دغو ټولو پېښو کې د اسرائیل مقاماتو ته له مخکې معلومات ورکړل شوي وو.

د بشري حقونو د کړکیچ، شخړې او وسلو د برخې مرستیالې بلقیس ویلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «اسرائیل له یوې خوا د حیاتي بشري مرستو مخه نیولې او له بلې خوا په بشري مرستو بار موټرونه په نښه کوي» او په خبره یې په خپله یې همدغو کمو بشري مرستو ته اجازه هم ورکړې ده.

اسرائیلي مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر وخت کې یې د بشري مرسته کوونکو په وژنې یې اندېښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې اووه میاشتۍ جګړې په ترڅ کې تر دې دمه ۲۵۰ بشري مرسته کوونکي وژل شوي دي.

د بشري حقونو څار د «نړۍ د مرکزي اشپز خانې» په کار کوونکو باندې برید هم یاد کړی دی، اسرائیلي ځواکونو یې اووه تنه ووژل.

دغه سازمان وايي چې دا د اسرائیلي ځواکونو لومړنۍ تېروتنه نه وه، بلکې په وار وار یې هغه بشري مرسته کوونکي هم په نښه کړي دي چې د موقعیت په اړه یې ورته له مخکې معلومات ورکړل شوي وو.

د بشري حقونو څار وايي دا بشري مرسته کوونکي په هغو ځایونو ک ېپه نښه شوي دي، چ هېڅ پوځي مرکز په کې نه و.

تېره ورځ په رفح کې په یو برید کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکي ووژل شو او بل یې ژوبل شو. په موټر یې برید شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې په دغه موټر کې د ملګرو ملتونو نښه وه او د تګ راتګ په اړه یې هم اسرائیلي مقاماتو ته خبر ورکړل شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG