د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار: میلیونونه نجونې افغانستان کې د زده‌کړې او ورزش له حق څخه بې برخې دي


په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د درې ښځو په ګډون شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.
په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د درې ښځو په ګډون شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړیوالو لوبو د پیل کېدو هم مهاله ویلي چې په میلیونونو نجونې او ښځې په افغانستان کې د زده کړې او ورزش په ګډون له ابتدايي حقونو څخه بې برخې شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ جولای ۲۶مه (زمري پنځمه) په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یو بیان کې پر طالبانو غږ کړی چې دا "ناوړه چلند" پای ته ورسوي او د ښځو پر ابتدايي حقونو باندې لګول شوي محدودیتونه بیرته واخلي.

ددې سازمان په بیان کې راغلي: "المپیک او پارا المپیک پیل شوي، خو چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د ورزش له حق څخه منع شوي دي. طالبان باید د ښځو پر حقونو باندې لګولي بندیزونه پای ته ورسوي."

د بشري حقونو د څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي په یو بیان کې، په افغانستان کې له ورزش او زده کړو څخه د افغانو ښځو او نجونو د محرومیت پر دوام اندېښنه ښودلې او ددغو محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو په افغانستان کې په ورزش کې د ښځو پر ګډون د محدودیت پرسېره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تللو منع کړي او د ښځو پر کار او ټولنیز ژوندانه یې ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

افغانې ښځې له څو سکتورونو پرته په اکثره دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو په ګډون په داخلي او بهرنیو موسسو کې له کار څخه منع شوي، د ښځو لپاره سینګارتونونه تړل شوي او پارکونو او جیمنازیمونو ته د تللو اجازه نلري.

په پاریس کې د ۲۰۲۴ المپیک سیالۍ د جمعې په ورځ جولای ۲۶مه (زمري پنځمه) پرانیستل شوې. په دې سیالیو کې د درې ښځو په ګډون شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.

خو طالبانو ویلي هغه درې ورزشکارانې نه پیژني چې د افغانستان په استازیتوب د پاریس په المپیک کې ګډون کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې ویاند اتل مشواڼي ویلي چې د المپیک په سیالیو کې یوازې درې نارینه ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.

په المپیک کې په ګډون کوونکو افغان ورزشکارانو کې درې ښځینه او دوه نارینه په بهر کې ژوند کوي. دوی ددې سیالیو د لامبو، اتلتیک او بایسکل ځغلولو په برخو کې ګډون کوي. افغان جودوکار صمیم فیض زاد یوازنی افغان ورزشکار دی چې په افغانستان کې ژوند کوي او د پاریس په المپیک کې برخه لري.

بلخوا د پارا تکواندو افغانې لوبغاړې ذکیه خدادادي ويلي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو د مشال د لیږدولو ویاړ ور په برخه شوی دی.

د افغانستان د اتلتیک فدراسیون مشرې روبینا جلالي وویل: په داسې سختو او اندېښمنو شرايطو کې د دريو ښځينه ورزشکارانو ګډون د هېواد د ټولو ښځو لپاره ستره لاسته راوړنه ده او هيله لرم چې زموږ ورزشکاران وکولای شي د هېواد لپاره ښه وياړونه وګټي ترڅو د افغانستان ځورېدلي ملت ته د خوښۍ لامل شي."

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو هغه درې ورزشکارانې نه پیژني چې ټاکل شوې ده د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې ویاند اتل مشواڼي ویلي چې د المپیک په سیالیو کې یوازې درې نارینه ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG