د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اولمپيک لوبو کې ګډون کوونکې افغانې نجونې نه پېژنو؛ اولمپیک کمېټه: طالبان مو نه دي بللي


د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي چې د افغان ورزشکارانو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره مشوره نه ده کړې او طالبان یې بللي نه دي.
د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي چې د افغان ورزشکارانو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره مشوره نه ده کړې او طالبان یې بللي نه دي.

د طالبانو حکومت وايي هغه درې افغانې ورزشکارانې نه پېژني چې په فرانسه کې د اولمپیک په راتلونکو لوبو کې به د افغانستان استازیتوب کوي.

ټاکل شوې چې د همدې میاشتې په پای کې په پاریس کې د اولمپيک لوبې پیل شې، چې د دریو نجونو په ګډون شپږ افغان ورزشګاران په کې برخه اخلي.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې دا افغان ورزشکاران وربللي دي. خو د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د ملي اولمپیک ادارې ویاند اتل مشواڼي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي: «اوس په افغانستان کې د نجونو ورزش بند دی. کله چې دوی تمرین ونه کړي، څنګه ملي لوبډلې ته تللای شي. یوازې درې (نارینه) ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.»

په دغو شپږو افغان لوبغاړو کې يې یوازې د جدو یو ورزشکار په افغانستان کې ژوند کوي او پاتې پنځه نور یې د باندې اوسېږي. نجونې به د سایکل ځغلوونې او نور ورزشکاران به په لامبو او نورو برخو کې سیالۍ وکړي.

د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي چې د دغو ورزشکارانو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره مشوره نه ده کړې او طالبان یې بللي نه دي.

د اولمپيک د نړیوالې کمېټې ویاند مارک ادمز تېره میاشت تائید کړه چې یوازې د افغانستان د ملي اولمپيک مشر او سکرتر جنرال سره د افغان لوبغاړو د ګډون او چمتوالي په اړه په تماس کې دي. دا دواړه مشران له افغانستان څخه د باندې اوسي.

د افغانستان د ملي اولمپيک د کمېټې اجرايي مشر محمد پاینده اختري، چې لا هم په افغانستان کې دی، وايي د نارینه ورزشکارانو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړي دي. د اولمپیک کمېټې ویاند مشواڼی ادعا کوي چې نارینه ورزشکارانو ته یې د روزنې او مالي امکانات برابر کړي دي: «موږ یوازې د دریو نارینه ورزشکارانو، چې په اولمپيکي لوبو کې برخه اخلي، مسئولیت اخلو.»

د پاریس اولمپيکي سیالۍ د روانې جولای میاشتې په وروستیو کې پیلېږي چې افغان لوبغاړي به د خپل هېواد له درې رنګه بیرغ سره په کې برخه اخلي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه وروسته یې د ښځو په ورزش، تعلیم، کار او نورو فعالیتونو بندیزونه ولګول. ملګري ملتونه دا بندیزونه «د جنسیت په اساس تبعیض» بولي.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په لومړۍ دورې کې افغانستان له اولمپيکي لوبو بند کړی و، هغه وخت هم په افغانستان کې ښځو ته د ورزش، تعلیم او نورو فعالیتونو اجازه نه وه.

د پاریس په را روانو اولمپيکي سیالیو کې د نړۍ د ۲۰۶ ملتونو لوبغاړي او ورزشکاران برخه اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG