د لاس رسي وړ اتصالات

یوه افغانه لوبغاړې وايي د المپیک مشال د وړلو ویاړ یې ګټلی


د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي (ښۍ)
د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي (ښۍ)

د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي وايي په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو مشال د لیږدولو ویاړ ور په برخه شوی دی.

دا لوبې د جمعې په ورځ جولای ۲۶مه (زمري پنځمه) پیلیږي.

خدادادي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "نن ما د المپیک مشال د وړلو ویاړ ترلاسه کړ، دا زما لپاره یو لوی ویاړ و. ما د افتخار احساس وکړ او دا راته واقعیا حیرانونکې وه."

هغې د المپيک مشال د نړۍ د ټولو خلکو د يووالي، سولې، ازادۍ او برابرۍ سمبول وباله او ويې ويل، چې په دې مراسمو کې يې د يوې افغان کډوالې او يوې ښځينه ورزشکارې په توګه ګډون کړى دى.

ذکیه خدادادي چې اوس په فرانسه کې ژوند کوي، په بلغاریا کې د ۲۰۲۴ پارالمپیک په مقدماتي سیالیو کې خپلې روسۍ سیالې ته ماتې ورکړه، د سرو زرو مډال یې وګاټه او وتوانېده چې په فرانسه کې د ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو ته لار ومومي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته، ذکیه خدادادي فرانسې ته کډواله شوه او هلته یې خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکړ. نوموړې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د پاراتکواندو ملي لوبډلې غړې شوه او په دې برخه کې یې تراوسه څو مډالونه ګټلي دي.

هغې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه، په افغانستان کې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ د دوه کلنې کلیزې یوه ورځ وړاندې، د اروپا د پارا تکواندو په سیالیو کې خپلو ترکي او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د ۲۰۲۱ کال د جاپان د پارالمپیک په سیالیو کې په ګډون کوونکو دوو افغانو ښځینه لوبغاړو کې یوه ذکیه خدادادي وه.

د افغانستان د اتلتیک فدراسیون مشرې روبینا جلالي وايي چې د پاریس د ۲۰۲۴ المپیک کې د دریو ښځو په ګډون ټول شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي.

جلالي زياته کړه: په داسې سختو او اندېښمنو شرايطو کې د دريو ښځينه ورزشکارانو ګډون د هېواد د ټولو ښځو لپاره ستره لاسته راوړنه ده او هيله لرم چې زموږ ورزشکاران وکولای شي د هېواد لپاره ښه وياړونه وګټي ترڅو د افغانستان ځورېدلي ملت ته د خوښۍ لامل شي."

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو هغه درې ورزشکارانې نه پیژني چې ټاکل شوې ده د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې ویاند اتل مشواڼي ویلي چې د المپیک په سیالیو کې یوازې درې نارینه ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.

د پاریس په المپیک کې ګډون کوونکي درې ښځینه او دوه نارینه افغان ورزشکاران په بهر کې ژوند کوي. دوی ددې سیالیو د لامبو، اتلتیک او بایسکل ځغلولو په برخو کې ګډون کوي. افغان جودوکار صمیم فیض زاد یوازنی افغان ورزشکار دی چې په افغانستان کې ژوند کوي او د پاریس په المپیک کې برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG