د لاس رسي وړ اتصالات

حماس او اسلامي جهاد ادعا کوي په اسرائیل کې یې 'ځانمرګي عملیات' کړي


اسرائیلي چارواکي وایي پدې ناکام برید کې یوازې بریدګر وژل شوی.
اسرائیلي چارواکي وایي پدې ناکام برید کې یوازې بریدګر وژل شوی.

د حماس او اسلامي جهاد ډلې دوشنبه اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) ادعا وکړله چې د اسرائیل په ستر ښار، تل ابیب کې "ځانمرګي عملیات" دوي کړیدي او دا خبرداری یې هم ورکړی که په غزې کې جګړه روانه وي، نورې داسې حملې به هم وکړي.

داسې ښکاري چې دا بم هدف ته تر رسیدو وړاندې چاودلی او یوازې برید کوونکي پکې وژل شوی.

د تل ابیب حوزې د پولیسو قوماندان، پیرتیز امار خبریالانو ته وویل چې بم د یوې کنیسې (یهودانو عبادت ځای) څخه یو څو متره لیرې وچاودید چې د خلکو څخه ډکه وه.

د پولیسو دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې د بم د ساعت عیاریدو اړوند ممکنه مسایل ښایي ددې سبب شوي وي چې د " ډیرې واقعي غمیزې" مخه ونیول شي.

امار زیاته کړه چې په امنیتي کامرو کې یو مشکوک شخص لیدل شوی چې یوه غټه بسته یې په شا ده او په کوڅې کې پلی روان دی. هغه ویلي چې پولیسو تر دې وړاندې د دې مشکوک شخص په هکله معلومات نه درلودل.

د پولیسو دې مشر همدارنګه وویل چې چارواکي پدې کار کوي چې معلومه کړي دا مشکوک شخص له کوم ځای څخه راغلی و او آیا دا چې بل چا ورسره پدې برید کې مرسته کړې که نه.

په تل ابیب کې د یکشنبې په ورځ دا چاودنه داسې مهال شوې چې نړیوال منځګړي کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند موافقه وشي.

د اې پي خبري اژانس د حماس او اسلامي جهاد ډلې له قوله لیکلي چې دا "ځانمرګی عملیات" و.

حماس او د اسلامي جهاد ډلې ویلي تر څو پورې چې ډله ایزې وژنې، د ملکیانو بې ځایه کیدنه او د ترور پالیسۍ روانې وي، دا شان بریدونه به هم ادامه ولري.

داسې ښکاري چې د دې ډلو د اعلامیې اشاره په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل روانه جګړه او د اسرائیل تازه هوایي بریدونه دي چې په ایران کې د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله جګپوړي قوماندان فواد شُکري پکې ووژل شول.

تر اوسه نده معلومه چې آیا برید ګر پلان درلود چې ځانمرګی برید وکړي او یا دا چې چاودیدونکي مواد تر ځای پر ځای کولو وروسته له لیرې په ریموټ وچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG