د لاس رسي وړ اتصالات

د ګواښ سره مخامخ افغانان مه هیروئ – د جرمني سازمانونه


Afghanistan
Afghanistan

په جرمني کې اتو غیردولتي سازمانونو په دې هیواد کې د خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو د پروګرام د احتمالي پای ته رسیدو د ناوړه پایلو په اړه د خبرداري په ترڅ کې ویلي چې دغه افغانان باید هیر نه شي او یوازې پرینښول شي.

د کابل لوفتبروکه، لایف لاین ماموریت او د ژغورنې د نړیوالې کمیټې په ګډون یو شمیر سازمانونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په راتلونکي کال کې د ګواښ سره د مخامخ د افغانانو د منلو لپاره د پروګرام د تمویل کولو د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ۲۰۲۵ کال لپاره د جرمني د فدرالي بودیجې د تصویب لپاره د هڅو په درشل کې دغو سازمانونو ویلي دي چې د دغه پروګرام د دوام او د تمویل لپاره دا وروستی مهلت دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د جرمني حکومت د خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو پروګرام پیل کړ، خو اوس د دغه پروګرام راتلونکی ناڅرګنده ده.

اوسمهال زرګونه افغانان د دغه پروګرام په چوکاټ کې جرمني ته د لېږدېدو په تمه دي، خو دغه هېواد ته د هغوی لېږد په مالي تمویل پورې اړه لري.

په جرمني کې د ايتلافي حکومت يو شمېر سياستوال په داسې حال کې چې افغانان په دغه هېواد کې د مهاجرو تر ټولو لويه ډله ده، د دغه پروګرام غځولو ته لیوال ندي.

ټاکل شوې وه چې په تېرو دوو کلونو کې چې دغه پروګرام پلی شوی، هره میاشت ۱۰۰۰ افغانان جرمني ته ولېږدول شي، خو په اوسط ډول هره میاشت ۶۸۲ له خطر سره مخامخ افغانانو ته دغه هېواد ته د تللو اجازه ورکړل شوې ده.

سربیره پردې ، د ۲۰۲۴ کال د جولای میاستې راهیسې د منل شویو غوښتنلیکونو وروستي پړاونه ځنډول شوي دي.

دغو اتو سازمانونو خبرداری ورکړی چې "د منلو ددغه اساسي پروګرام بیړنۍ او نامنظمه پای ته رسیدل به پدې معنی وي چې په افغانستان کې د خطر سره مخ یو شمیر خلک به پهه خپل حال خوشی شي."

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې شاوخوا ۳۳ زره افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې او تعذیب له خطر سره مخ وو، له افغانستان څخه جرمني ته انتقال شوي دي چې په دې جملې کې هغه ۲۰ زره کسان چې د جرمني ځواکونو او بنسټونو همکاران وو شامل دي چې د خپلو کورنیو سره جرمني ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG