د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د 'هامبورګ اسلامي سازمان' پر فعالیتونو بندیز ولګید


د هامبورګ اسلامي سازمان څانګې په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې هم بندې شوې دي.
د هامبورګ اسلامي سازمان څانګې په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې هم بندې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، جولای ۲۴(زمري درېیمه) وویل، چې په دغه هېواد کې د سخت دریځو اسلامپالو موخو د تعقیب له امله یې د 'هامبورګ اسلامي سازمان' او په هغه پورې د اړوندو مرکزنو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د جرمني مقاماتو د محکمې د حکم پر بنسټ ددغه هېواد په اتو ایالتونو کې یې د هامبورګ اسلامي سازمان اړوند ۵۳ ځایونه تلاشي کړي دي.

په اعلامیې کې راغلي، چې د هامبورګ اسلامي سازمان څانګې په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې هم بندې شوې دي.

د هامبورګ اسلامي سازمان تر اوسه د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی او ددغه سازمان ویب پاڼه هم له کاره لویدلې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دغه اسلامي سازمان بندیز د هغو شواهدو پر بنسټ لګول شوی چې د تیر نومبر په میاشت کې د دې سازمان په ۵۵ املاکو کې د یوې تلاشۍ په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي،‌ چې پر دغه سازمان یې د افراطيت او دیکتاتوري ایډیالوژۍ ته د ودې ورکولو په تړاو د شواهدو موندلو وروسته، بندیز لګولی دی.

فایزر زیاته کړه چې د اسلامپالنې دغه ډول مفکوره د "انساني کرامت، د ښځو د حقونو، د یوې خپلواکې قضائیه قوې او زموږ د دیموکراتیک حکومت" خلاف خبره ده.

خو نوموړۍ ټینګار وکړ چې په دې بندیز کې "په سوله ییزه توګه شعیه مسلمانانو مذهبي مناسک" شامل نه دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزېرې همداراز وویل، چې د "هامبورګ اسلامي سازمان" د ایران د مذهبي حاکمیت لپاره په تبلیغاتي مرکز بدل شوی و، کوم چې غواړي په جرمني کې اسلامي انقلاب راولي او یو مذهبي حکومت جوړ کړي.

د هامبورګ اسلامي مرکز چې په ۱۹۵۳ کال کې د ایراني کډوالو له خوا جوړ شوی، او د څه مودې لپاره د جرمني د کورنیو استخباراتو تر څارنې لاندې و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG