د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم د 'ویجاړوونکي' بدلون په اړه په دوبۍ کې نړیواله غونډه پیل شوه


په دوبۍ کې د اقلیم نړیوالې کلنۍ غونډې کې د ۱۹۷ هیوادونو ۷۰ زره استازې برخه لري.
په دوبۍ کې د اقلیم نړیوالې کلنۍ غونډې کې د ۱۹۷ هیوادونو ۷۰ زره استازې برخه لري.

د اقلیم نړیواله کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په داسې حال کې پیل شوه چې ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې روان اقلیمي بدلونونه نړۍ د ویجاړېدو پر خوا بیایي.

ساینسپوهان اټکل کوي چې ٢٠٢٣ د ریکارډ په کچه ترټولو ګرم کال و او وايي په دغه کال کې د تودوخې خطرناکې درجې، د ځنګلونو اورونو او طوفانونو په ټوله نړۍ کې هوا سخته ککړه کړې ده.

د ۱۹۷ هیوادونو ۷۰ زره استازې په دوبۍ کې د اقلیم په ۲۸مه نړیواله کلنۍ غونډه (COP28) کې راټول شوي دي. شنونکي دا غونډه ډیره مهمه بولي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون پخوانی ستراتیژست ټام ریویټ کارناک وویل: "دا د ٢٠١۴ کال د پاریس له تړون نه وروسته لومړی ځل دی چې نړۍ په دې اړه څیړنه کوي چې موږ د هغه اهدافو د ترلاسه کولو په اړه څه کوو چې ځان ته مو ټاکلي وو. او دا راپور چې څه وايي نو هغه ډیر مهم دي. موږ باید د زهرجنو گازونو اخراج ۴٣ سلنه کم کړو. خو ښایي چې په دې کې د دې لسیزې په پای کې نهه سلنه زیاتوالی راشي او دا به د ټولې نړۍ پر خلکو خطرناکې اغیزې وکړي."

په غونډه کې پر پیچلو مسئلو خبرې کیږي. ډیری هیوادونه غواړي په نړیواله کچه د زهرجنو گازونو اخراج کم کړي. لږ پرمختللی هیوادونه وايي چې بډایه هیوادونه تر ډېره د زهرجنو ګازونو د تولید مسؤل دي او له همدې امله دوی باید د فوسیلي سون توکو د استعمال د کمولو لپاره بې وزلو هیوادونو ته تاوان ورکړي.

بې وزله هیوادونه دغه راز، د بدلیدونکي اقلیم سره د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

ریویټ کارناک وویل: "تیر کال د دې غونډې لویه پایله دا وه چې د زیانونو او د هغو اغیزو لپاره چې موږ یې مخنیوی نشو کولی، د پیسو راغونډولو ژمنه وشوه. سږکال باید موږ د هغه پریکړې د پلي کیدو لپاره ګامونه پورته کړو."

د پاریس تړون موخه دا ده چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ تودوخه له هغې اندازې ۱.۵ درجې سانتي ګراد څخه زیاته نشي چې د صنعتي پراختیا له کلونو وړاندې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په روانه میاشت کې د انټارکټیکا لویې وچې ته د سفر پرمهال، چیرته چې کنګل اوس د نويمې لسیزې په پرتله درې برابره ګړندی ویلي کیږي، وویل "د دې مجرم معلوم دی."

ګوتریش وویل: "د فوسیل سونګ په توکو روږدتیا ختمول ډیر مهم دي. فوسیل سونګ د اقلیم د بدلون لومړی لامل دی، او زه هیله لرم چې د اقلیم په اړه راتلونکې غونډه به د فوسیل سونګ د موادو څخه د وتلو د مرحلې په اړه یو معلوم وخت وټاکي ترڅو یقیني کړي چې د نړۍ د اقلیم د تودوخې کچه له ١.٥ درجو لوړه نه شي."

د نړۍ د دوو بډایو هیوادونو مشرانو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه چینایي سیال شي جینپینګ د نومبر په میاشت کې د خبرو اترو په جریان کې د اقلیم د بدلون په اړه د همکارۍ په ژورولو موافقه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG