د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د 'جي۲۰' سرمشریزې دمخه د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د مالي مرستې غوښتنه وکړه


د هند صدراعظم نرندرا مودي د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر اوومه (وږي ۱۶مه)‌ وویل چې د 'جي۲۰ ' یا د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو له سرمشریږې څخه چې روانه اوونۍ د هند په مشرۍ په نوی ډهلي‌کې جوړیږي،‌ غواړي چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په موخه له مخ پر ودې هیوادونو سره زیاته مالي مرستې وکړي.

د اقلیم ساینس پوهانو او فعالانو په نړۍ کې د ریکارډ‌ په کچه تودوخې او د هغه د وژونکي څپې پر وړاندي، په ځانګړي توګه د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

مودي چې په "نړیوال سویل" کې یې هند د پرمختللو او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د پل په توګه معرفي کړی دی، په یوې سرمقالې کې چې د یو شمېر هندي رسنیو او همدارنګه د انګلستان او جاپان په ګډون د نړیوالو ورځپاڼو لخوا خپره شوې لیکلي دي: "له هغه ځایه چې په نړیوال سویل کې ډیر هیوادونه د پرمختګ په بیلابیلو پړاونو کې دي، اقلیمي اقدامات باید په کلکه تعقیب شي."

په نړیواله کچه، بډایه هیوادونه تر ۲۰۲۰م کال پورې له بې وزلو هیوادونو سره نه یواځې د کال ۱۰۰ ميلیارد ډالرو مرستې په برخه کې خپلې ژمنې له پامه غورځولي، بلکې دا باور یې هم کمزوری کړي چې له هغه زیانمنونکي هیوادونو سره مرسته وشي چې د نړۍ د تودوخې لږ مسؤلیت پرغاړه لري.

د جي۲۰ سرمشریزه چې ددې اونۍ په پای کې په نوی ډهلي کې جوړیږي، د اروپايي ټولنې په ګډون له ۱۹ هېوادنو څخه جوړه شوې چې د نړیوال ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸۵ سلنه او په همدې اندازه د کاربن غاز تولیدوي.

مودي زیاته کړه: "د اقلیمي بدلون لپاره هیلې باید له مالي او ټکنالوژۍ اقداماتو سره مطابقت ولري. موږ باور لرو چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره له یو محدود چلند څخه د یو رغنده چلند پر لوري حرکت ته اړتیا لیدل کیږي."

همدا راز د جولای په میاشت کې د جي۲۰ هېوادونو د انرژۍ وزیران،‌ د فوسیل تیلو او د ډبرو سکرو څخه د کار اخیستلو د کچې پر کموالي چې د هند او چین په څیر د اقتصاد لپاره د انرژۍ اصلي سرچینه ده، موافقې ته ونه رسیدل.

هند او چین، دوه آسیایی هیوادونه چې د نړۍ ترټولو لوی اقلیمي‌ککړونکي هېوادونه بلل کیږي، استدلال کوي چې لویدیځ باید د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې ډیر مسؤلیت پر غاړه واخلي

مودي زیاته کړه: "د اقلیم د بدلون اغیزو ته په پام سره، د خوړو او تغذيې امنیت ډاډمن کول به مهم وي." هغه وویل: "ټکنالوژي بدلون راوړونکې ده، خو دا باید ټول شموله وي."

د جي ۲۰ په روانه سرمشریزه کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د برتانیې صدراعظم ریشي سوناک او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم ګډون کوي، خو په نوې ډهلي او بیجنګ کې ځینو سرچینو ویلي چې ښایي د چین جمهور رئیس شي جن پنګ به پدې غونډې کې ګډون ونکړي.

د جاپان، اسټرالیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم ویلي چې په غونډې کې برخه اخلي خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین بیا ویلي چې دې غونډې ته به پخپل استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف واستوي.

د جي ۲۰ هیوادونو مشري سږ کال د هند سره ده او صدراعظم نریندرا مودي په تیر یو کال کې دا مشري په یوې ملي نندارې بدله کړې. د هند حکومت د همدې روان کال د مې په میاشت کې د سرینګر په ښار کې د جي۲۰ هیوادونو د ګرځندویۍ یوه غونډه جوړه کړه چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG