د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: اقلیمي افتونو میلیونونه ماشومان بې ځایه کړي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق [یونیسف] د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې۱۳) وویل چې د اقلیم بدلون له کبله پیدا شویو طبعي افاتو- سیلابونه، وچکالۍ، طوفانونه او اورونه- له ۲۰۱۶ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳.۱ میلیون ماشومان بې ځایه کړي دي.

یونیسف وایي طبعي افاتو په دغې مودې کې په ۴۴ هېوادونو کې دا ماشومان اغیزمن کړي دي.

د یونیسف د دغه راپور یوې لیکوالې لورا هیلې وویل چې هره ورځ ۲۰ زره ماشومان بې ځایه شوي دي. د راپور په اساس د بې ځایه شویو ماشومانو ۹۵ سلنه یې د سیلابونو او طوفانونو له کبله بې ځایه شوي دي.

یونیسف انتقاد کړی دی چې د دغو پېښو قربانیانو ته هېڅ پام نه دی شوی. په راپور کې د ځینو ماشومانو دردناکې کېسې هم لیکل شوې دي.

یونیسف وايي چې په دغه راپور کې د ستونزې یوه برخه څرګنده شوې ده او ممکن ډېر خلک زیانمن شوي وي.

د خالد عبدالاعظم په نوم یو سوداني ماشوم ویلي دي: «موږ خپل ټول وسائیل لویو لارو ته انتقال کړل او هلته مو څو اوونۍ ژوند وکړ.»

په راپور کې ویل شوي چې د خالد عبدالاعظم کلي ته یوازې په کښتیو کې تګ کېدای شي.

یونیسف وايي هغه سیلایونه چې د سمندرونو د اوبو سطحه لوړوي، له کبله یې ممکن په راتلونکو ۳۰ کالونو کې تند بادونه د ۹۶ میلیون ماشومان، شدید طوفانونه ۱۰.۳ میلیون ماشومان او نور طوفانونه ۷.۲ میلیون ماشومان بې ځایه کړي.

د روان کال د نومبر او ډسمبر په میاشتو کې په دوبۍ کې د اقلیم بدلون په اړه نړیواله غونډه کېږي. د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق د نړۍ له مشرانو غوښتي دي چې په دغې غونډې کې په دې اړه خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG