د لاس رسي وړ اتصالات

په اېتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۲۲۹ تنو ته لوړ شوی


د اېتوپیا په جنوب کې هغه سیمه چې د ځمکې ښویېدو پیښه په کې رامنځته شوې.
د اېتوپیا په جنوب کې هغه سیمه چې د ځمکې ښویېدو پیښه په کې رامنځته شوې.

په اېتوپیا کې ځایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ، جولای ۲۴ (زمري درېیمه) وویل، چې د دغه هیواد په جنوب کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمیر ۲۲۹ تنو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، پداسې حال کې چې له دې طبیعي ناورین څخه په اغیزمنو شویو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، ددې احتمال شته چې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي.

د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې، د ځمکې ښویېدنې لومړی پیښه د یکشنبې په ماښام د سویلي اېتوپیا په ګوفا سیمه کې د سختو اورښتونو له امله رامنځ ته شوه او دویمه پیښه بیا د دوشنبې په سهار په داسې حال کې رامنځه شوه چې ځایي خلک د پیښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره راټول شوي وو.

د ګوفا په سیمه کې د بیړنیو حالاتو د ملي ادارې مشر مارکس میلسي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې نه پوهیږي د ژغورنې عملیات به کله پای ته ورسیږي. هغه وویل، ژغورونکي لا هم د پیښې په ځای کې دي " او د قربانیانو لټون کوي."

یو بل ځايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ماشومانو او پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ مړي موندل شوي دي.

د پیښې په اړه خپاره شوي ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې خلک او ځایي چارواکي د پیښې د قربانیانو د ایستلو لپاره په بیلچو او تشو لاسونو خاورې لیرې کوي.

په ګوفا کې یوه سیمه ییز چارواکي مسکیر متیکو وویل، د مرګ ژوبلې شمېره په داسې حال کې لوړه شوې، چې خلک د ځمکې د ښویېدو له امله د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغلل. هغه دا "یوه غمجنه پیښه" وبلله.

د ایتوپیا صدراعظم، ابي احمد د دې پېښې په تړاو ویلي، چې په یادې پيښې کې د خلکو په مرګ ژوبلې سخت خواشینی دی او د نوموړي په وینا، له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره حکومتي چارواکي سیمې ته استول شوي دي.

د افریقايي اتحادیې مشر ،موسی فکي محمد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام لیکلي، په داسې حال کې چې د ورکو شویو کسانو د موندلو او ټپیانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي، دغه اتحادیه د اېتوپیا د خلکو او د حکومت ترڅنګ په کلکه ولاړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان‌( ډبیلو ایچ او) مشر چې دا مهال په ایتوپیا کې دی، هم ویلي چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواږي څرګندوي. نوموړي زیاته کړې، چې ددغه سازمان یو روغتیايي ټیم ناورین ځپلې سیمې د بیړني روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو په موخه استول شوې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG