د لاس رسي وړ اتصالات

پاپوا نیو ګیني کې د ځمګې ښویدو په پېښه کې د سلګونو کسانو د مړه کېدو اندېښنه


ملګري ملتونه وايي داسې ویره شته چې په پاپوا نیوګیني کې د ځمکې ښویدو په پېښه کې څه باندې ۶۷۰ کسان مړه شوي وي.

د رویټرز خبري اژانس دیکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا ۶) په یو راپور کې ویل شوي ورکړی سره له دې چې د ژغورنې عملیات دوام لري‌ د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په پيښه کې له ۶۷۰ څخه د زیاتو کسان د مړینې اټکل کړی دی.

له دې وړاندې د سیمې رسنیو په دې پیښه کې چې د جمعې په ورځ رامنځ ته شوه د ۳۰۰ کسانو د د مړینې اټکل کړی و او د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) د شنبې په ورځ وویل چې تراوسه یوازې د پنځو کسانو جسدونه له خاورو څخه رایستل شوي دي.

په پاپوا نیو ګیني کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې د ماموریت مشر سرهان ایکټوپراک ویلي چې تازه اټکل یې د انګا ولایت په یمبالي کلي کې د چارواکو لخوا د چمتو شويو معلوماتو په اساس کړی، چې وايي د جمعې په ورځ د ځمکې ښویدنې له امله له ۱۵۰ څخه ډیر کورونه د ځمکې لاندې شوي دي.

ایکټوپراک زیاته کړې:"ځمکه لا هم د ښویدو په حال کې ده،‌ ډبرې رالوېږي، ځمکه د پرله پسې فشارونو له امله چوي او اوبه ترې راوځي نو سیمه د ټولو لپاره خورا ډيره ګواښوونکې ده."

په راپور کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس ویل شوي‌ چې له شپږو څخه زیات کلي‌ د ځمکې ښویدنې په دې پيښه کې اغیزمن شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې په سیمه کې ۲۵۰ کورونه خالي شوي او اوسیدونکي یې د خپلوانو او ملګرو کورونو ته پناه وړې ده او شاوخوا ۱۲۵۰ کسان بې‌ځایه شوي‌ دي.

د ایکټوپراک په وینا له سلو څخه زیات کورونه، یو لومړنی ښوونځی، کوچني کاروبارونه او هټۍ، یو میلمستون او تیلو پمپ د ځمکې لاندې شوي دي‌ "خلک د کیندنې لرګیو، بیلچو او د بزګرۍ لویو ښاخیو څخه کار اخلي ترڅو مړي د خاورو د ډيریو له لاندې راوباسي."

په پاپوا نیو ګیني کې د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکو ویلي‌ چې خلکو درې جسدونه له هغې سیمې څخه رایستلي چې په کې له ۵۰ تر ۶۰ کورونه د خاورو لاندې شوي دي او د یو ماشوم په ګډون شپږ تنه نور ژوندي ژغورل شوي دي.

د دوی په وینا د دغه هیواد په دې غرنۍ سیمه کې چې له اندونیزیا سره په پوله پرته ده د لټون او ژغورنې عملیات لا دوام لري او زیات شمیر مړي چې د خاورو د ډيریو لاندې دي تر اوسه نه دي موندل شوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG