د لاس رسي وړ اتصالات

پاپوا نیو ګیني کې په قومي شخړو کې ۶۴ تنه وژل شوي


ګمان دا دی چې د پاپوا نیو ګیني په واباګ ښارګوټي کې شخړه د سیکین او کایکین قبیلو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
ګمان دا دی چې د پاپوا نیو ګیني په واباګ ښارګوټي کې شخړه د سیکین او کایکین قبیلو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.

په پاپوا نیو ګیني کې پولیس وایي د دې هیواد په غرنۍ سیمې کې د دوو قبیلو تر منځ په شخړې کې لږ تر لږه ۶۴کسان وژل شوي چې پدې هېواد کې په دښمنیو کې په ډله ایزه توګه د خلکو وژل کیدو تازه بیلګه ده.

د پولیسو کمیشنر ډیوډ مانینګ یکشنبه فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) ویلي چې سیمې ته پوځ رسیدلی او د وژل شویو کسانو مړي یې موندلي دي.

د پولیسو دې چارواکي ویلي چې دا کسان د واباګ ښارګوتي سره نږدې وژل شوي چې د پایتخت پورټ موریسبي څخه ۶۰۰ کیلو مټره شمال لویدیځ خوا ته پروت دی.

سره لدې چې د دې کسانو د وژل کیدو په هکله پوره جزیات ندي ورکړل شوي او دا هم نده معلومه چې هغوي څه ډول وژل شوي خو په سیمې کې ځینو خلکو د درنو ډزو غږونه اوریدلي دي.

ګمان دا دی چې د واباګ په ښارګوټي کې دا شخړه د سیکین او کایکین قبیلو تر منځ شوې.

سره لدې چې د دې هیواد په غرنیو سیمو کې پرتې قبیلې د څو پیړیو راپدیخوا د یو بل سره په شخړو اخته دي خو دا چې اوس پدې سیمو ته اتوماتیک وسلې رسیدلي، پدې شخړو کې د مرګ ژوبلې اندازه هم لوړه شوې.

په سیمې کې پولیسو ویلي چې د پیښې د ځای څخه ورته ځینو کسانو ویډیوګانې او انځورونه ورکړي خو تر اوسه یې په پوره توګه ندي ویلي چې ایا دا ویډیوګانې او انځورونه سم دي که نه.

په ځینو ویډیوګانو کې معلومیږي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان د سړک په غاړې کې پراته دي او په یوې بلې ویډیو کې بیا ښودل کیږي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان له لارۍ ډوله موټر کې پراته دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG