د لاس رسي وړ اتصالات

پاپوا نیو ګیني کې د ځمکې ښویدنې له امله څه باندې ۱۰۰ تنه مړه شوي


ځايي اوسیدونکو اسوشېټیډ پرس ته ویلی، چې د مړو شمیر له ۱۰۰ تنو څخه زیات دی، خو ځايي چارواکو دا شمیره نه ده تایید کړې.
ځايي اوسیدونکو اسوشېټیډ پرس ته ویلی، چې د مړو شمیر له ۱۰۰ تنو څخه زیات دی، خو ځايي چارواکو دا شمیره نه ده تایید کړې.

د پاپوا نیوګیني مقاماتو د جمعې په ورځ، مې ۲۴ (غبرګولي څلورمه) ددغه هېواد په یوه لیرې پرته سیمې کې د ځمکې ښویدنې له امله د څه باندې ۱۰۰ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړی دی.

د اسوشېټیډ پرس خبري اژانس د‌ ځايي مقاماتو په حواله ویلي، چې‌ پيښه په سیمه ییز وخت د شپې درې بجې ددغه هېواد د پلازمینې مورسبي څخه شاوخوا ۶۰۰ کلیومتره لرې د انګا ولایت کې رامنځته شوی ده.

په ورته وخت کې ځینو کلیوالو او سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي، خو رسمي سرچینو لا تر اوسه په دې اړه څه ونه دي ویلي.

په پاپوا نیو ګیني کې د کډوالو د نړیوال سازمان مشر سیرهان اکتوپراک ویلي، د ځمکې ښویدنې پيښه د یمبالي په کلي کې چې د انګا ولایت له مرکز واباګ څخه شاوخوا دوه ساعته واټن لري، رامنځته شویده.

هغه د اسوشیټیډ پرس ته وویل، یمبالي ته تلونکې سړک له منځه تللی دی او د مرستې رسونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.‌

نوموړي زیاته کړه چې "د ناورین کچې ته په پام سره" ویره لري چې د مړو شمیر ښايې د اصلي اټکل شاوخوا ۱۰۰ کسانو څخه لوړ وي.

اکټوپرک وویل، په یاده سیمه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نشته، د بریښنا مزي پرې شوي او کلیوال د خوراکي توکو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه: "عاجل اړتیاوې سرپناه، کمپلې خیمې، خواړه او د څښاک اوبه دي."

په ورته وخت کې د پاپوا نیو ګیني صدراعظم، جیمز ماراپ په یوې خبرپاڼې کې ویلي،‌ چې حکومتي چارواکې پيښې ته د رسیدګۍ په حال کې دي او ډېر ژر به د اوښتې زیان او د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات وړاندي کړي.

په خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله ویل شوي: "زه د هغو کسانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ځمکې ښویدنې په ناورین کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. "

بلخوا د پاپوا نیو ګینې نږدې ګاونډي هیواد، اسټرالیا د پیښې له قربانیانو سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: "موږ د ځمکې ښویدنې له مرګونې پيښې وروسته د پاپوا نیو ګیني خلکو سره خپله ژوره خواږي څرګندو او د یو ملګري او ګاونډي په توګه، استرالیا چمتو دی چې د مرستې او ژغورنې په هڅو کې خپله ونډه تر سره کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG