د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا او نور هېوادونه غواړي ایران د نړیوال عدالت محکمې ته کش کړي


کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکراین د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتمه) وویل چې په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله به «ژر تر ژره» ایران د عدالت نړیوالې محکمې ته کش کړي چې د قربانیانو کورنۍ ته تاوان وغواړي.

د ایران ځواکونو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په اتلسمه د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت « PS752» ډول الوتکه ووېشتله او په کې سپاره ۱۷۶ تنه ووژل. ایراني ځواکونو منلې وه چې دا الوتکه یې په تېروتنې وېشتلې ده.

کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکراین د الوتکې د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب تاوان غواړي. په وېشتل شوې الوتکې کې د دغو هېوادونو اتباع وو او یو شمېر دوه تابعیتونه یې لرل.

دغو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د دوی وروستۍ هڅه، چې غوښتل یې ایران د ۱۹۷۱ کال څو اړخیز تړون پابندۍ ته اړ کړي، ناکامه شوې ده، دا تړون د ملکي هوايي ګواښونو په اړه دی.

دغو هېوادونو په ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی په ډله ایز ډول غواړي ایران سره د الوتکې د غورځولو له کبله حساب او کتاب وشي او دا قضیه ژر تر ژره د نړیوال عدالت محکمې ته وړاندې کړل شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي وویل:"وخت ختم شوی. موږ په ګډه شفافیت او حساب او د کورنیو لپاره عدالت غواړو. معافیت انتخاب نه دی."

په همدې حال کې ایران کاناډا نړیوالې محکمې ته کش کړې ده او ویلي دي چې کاناډا د ادعا له مخې د ترهګرۍ د برید قربانیانو ته اجازه ورکوي چې له تهران څه تاوان وغواړي. کاناډا د ایران حکومت په ۲۰۱۲ د ترهګرو د ملاتړي په توګه په خپل لست کې شامل کړ، ایران وايي کاناډا د دوی معافیت تر پښو لاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG