د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د وېشتل شوې الوتکې د تور بکس معلومات وارزول شول


ایران منلې چې پوځ یې دا الوتکه وېشتلې ده
ایران منلې چې پوځ یې دا الوتکه وېشتلې ده

د کاناډا د ترانسپورت د خوندیتوب بورډ وايي چې د پلټونکو یو نړیوال ټیم د ایران له لوري د وېشتل شوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د تور بکس د معلوماتو ابتدايي ارزونه بشپړه کړه.

د دغه بورډ مشرې ګاتې فاکس وویل چې د معلوماتو ارزونه په پاریس کې وشوه. هغې زیاته کړه: " په پاریس کې کار ختم شو خو تحقیقات دومره ژر نه خلاصیږي. لا هم ډېرې پوښتنې شته چې باید ځواب شي. "

هغې پدې اړه نور جزییات ورنکړل خو دومره یې وویل چې ایران اجازه نه ده ورکړې چې معلومات خپاره شي او له ایران څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې په دې اړه معلومات خپاره کړي.

ایران وایي پوځ یې سهوآ د روان کال د جنورۍ په اتمه دا اوکرینۍ مسافر وړونکې الوتکه وېشتلې ده.

په الوتکې کې د افغانستان په ګډون د کاناډا، اوکراین او ځینو نورو هېوادونو وګړي سپاره وو. په پېښه کې ټول ۱۷۶ سپاره ووژل شول.

ټاکل شوې ده چې د قربانیانو د هېوادونو څېړونکي په همدې اونۍ کې په پاریس کې سره راټول شي او د تور بکس څخه د معلوماتو ټولول او اروزل پیل کړل. ایران په لومړي سر کې نه منله چې تور بکس به وسپاري.

XS
SM
MD
LG