د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله یې ۱۰ سرتېري زنداني کړل


د الوتکه د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې وېشتل شوې وه
د الوتکه د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې وېشتل شوې وه

د ایران د قضايي قوې رسمي ویبسایټ [میزان] نن یکشنبه اپریل ۱۶ (وري۲۷) خبر ورکړ چې محکمې د دغه هېواد ۱۰ امنیتي ځواکونه د اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله زنداني کړي دي. وايي دا ځواکونه پړه پېژندل شوي‌ دي.

د راپور په اساس،‌ د دغو ځواکونو قوماندان په لسو کالونو بند او پاتې نهو نورو ته یې د یوه او دریو کالونو بند سزا ورکړل شوې ده. د اوکراین دا الوتکه په ۲۰۲۰ کال کې د ایران په فضا کې ووېشتل شوه چې په کې ناست ۱۷۶ کسان ووژل شول. اکثریت وژل شوي کسان ایراني-کاناډایان وو.

د اوکراین «د نړیوال هوايي شرکت PS752 » ډول الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه د تهران له هوايي میدان څخه له پرواز څخه لږ وروسته ووېشتل شوه.

له دغې پېښې درې ورځې وروسته ایراني ځواکونو اعتراف وکړ چې په «تېروتنې» سره یې دا الوتکه شوه.

فرانس پرس اژانس وايي چې دغې پېښې په مهال د امریکا او ایران روابط خراب وو او د ایران هوايي ځواکونه د امریکا د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو کړل شوي‌وو. هغه وخت ایران په عراق کې د امریکا په یوې پوځي‌ اډې باندې د توغندیو بریدونه کړي‌ وو.

د الوتکې په پېښه کې داوکراین ۱۱ اتباع هم وژل شوي‌ وو. د ایران قضایي قوې د ۲۰۲۱ د نومبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د الوتکې د وېشتلو په قضیې کې یې د پوځ د ۱۰ سرتېرو محکمه یې پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG