د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: د نورو افغان کډوالو د ایستلو پلان جوړ شوی


د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر یکشنبه سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۵) وویل چې د هغو افغان کډوالو ایستلو لپاره د پروازونو بندوبست شوی چې پدې هیواد کې په جدي جنایت او سرغړاونو تورن شوي.

میرمن فایزر چې د صدراعظم اولف شولتز سره په ګډه اوزبیکستان ته د څو تړونونو لاسلیک لپاره تللې وه پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل چې آیا پدې پروازونو کې به اوزبیکستان د جرمني سره همکاري وکړي او که نه خو دومره یې وویل چې ، "وبه کتل شي دا کار د کومو هیوادونو سره په همکارۍ کیږي".

د جرمني دې جګپوړي چارواکې په ډاګه نکړله چې څومره نور افغان کډوال به لدې هیواد څخه وایستل شي خو تر دې وړاندې یې څو ځله ټینګار کړی و چې په جرمني کې د هغو کډوالو لپاره ځای نشته چې جدي جنایت کوي.

سره لدې چې د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو دویم ځلي واکمن کیدو څخه وروسته د افغان کډوالو ایستلو بهیر ځنډولی و خو د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې یې یو ځل بیا دا بهیر پیل کړ او د لومړي ځل لپاره یې هغه افغان کډوال افغانستان ته واستول چې پدې هیواد کې په بیلا بیلو جنایاتو محکوم شوي و.

د جرمني حکومت چې په افغانستان کې سفارت نلري او د نورۍ نړیوالې ټولنې په څیر یې د طالبانو حکومت همه په رسمیت ندی پیژندلی پدې هکله یې څه نه و ویلي چې ددې افغان کډوالو ایستلو لپاره یې د طالبانو سره څه ډول تعامل کړی و خو وروسته په ډاګه شوه چې قطر د برلین او کابل چارواکو تر منځ منځګړتوب کړی و.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز هم په ازبکستان کې پدې هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ونه ویل چې آیا د ازبکستان سره په لاسلیک شویو تړونونو کې کوم یې د افغان کډوالو په ایستلو کې د همکارۍ په هکله دی که خو دومره یې وویل چې "په بیلا بیلو برخو کې د همکارۍ په هکله پټې خبرې روانې دي".

تر دې وړاندې د جرمني مشهورې مجلې شپېګل د روان میلادي کال د جون په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې برلین غواړي د اوزبیکستان له لارې افغان کډوال کابل ته واستوي او په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره مشوره نه ده کړې.

د راپور په اساس د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د مۍ په میاشت کې اوزبیکستان ته تللی و او د هغه هېواد له چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي. په راپور کې ویل شوي نه دي چې دا خبر د کومې سرچېنې څخه ترلاسه شوی.

د شپیګل په راپور کې راغلي دي چې اوزبیکستان د کډوالو د ستنولو تر معاملې مخکې غواړي له جرمني سره د مهاجرت یو تړون لاسلیک کړي. د مهاجرت د دغه تړون په اساس به جرمني خپلې خاورې کې د اوزبیکستان د ماهرو او مسلکي کارکوونکو داخلېدل اصولي کوي او بله اونۍ به د مهاجرت د تړونونو په چارو کې د جرمني ځانګړي استازي اوزبیکستان ته سفر کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG