د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی : ټرمپ سره نږدې ډزې په 'ظاهر کې د هغه د ترور هڅه' وه


په متحده ایالاتو کې یو تن کلاشینکوف ته ورته ټوپک د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ د ګلف کلب په لور پداسې حال کې نیولی و چې ښاغلي ټرمپ پدې میدان کې لوبه کوله.

د تحقیقاتو فدرالې ادارې یا ایف بي آی ویلي د پلټڼو څخه یې داسې معلومیږي چې دا پیښه په "ظاهري توګه د ترور یوه هڅه" وه. دې ادارې ویلي چې په پیښې کې ښاغلي ټرمپ ته هیڅ زیان ندی رسیدلی او هغه خوندي دی.

د سري خدمت ادارې پولیسو چې د ټرمپ امنیت یې ساته، په ټوپک والا ډزې وکړلې او هغه هم له سیمې وتښتیتد.

د ایف بي آی چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کولې ویلي چې د سري خدمت پولیسو لخوا تر ډزو وروسته ټوپک والا خپله وسله وغورځوله او په یو موټر کې له سیمې وتښتید.

پولیسو وروسته دا کس په یوې بلې ولسوالۍ کې ونیوه.

چارواکو همدارنګه ویلي چې د فلوریډا ایالت پام بیچ سیمې سره نږدې چې د ډونالډ ټرمپ د ګلف کلب پکې پروت دی، کلاشینکوف ته ورته ټوپک دویته په لاس ورغلی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس ته چې د دیموکرات ګوند کاندیده ده، معلومات ورکړل شویدي او د پلټنو په هکله تازه معلومات به هم ورسره شریک کیږي.

میرمن هریس په یوې اعلامیې کې ویلي "خوښه ده چې ټرمپ خوندي دی" او دا یې هم ویلي چې تشدد په متحده ایالاتو کې ځای نلري.

په عین حال کې د سنا په مجلس کې نوموتي سناتور لنډزي ګراهم چې په کانګرس کې د ډونالډ ټرمپ یو تر ټولو نږدې متحد دی، د اکس په شبکې کې لیکلي چې د پیښې څخه وروسته یې د مخکني جمهور رئیس سره خبرې کړي.

ښاغلي ګراهم لیکلي چې د ټرمپ روحیات ښه و او دا یې هم لیکلي چې هغه "یو تر ټولو غښتلی شخص دی چې دا یې پیژني".

پولیسو ویلي چې مشکوک شخص د نیول کیدو پر وخت هیڅ جنجال ندی کړی او د نیول کیدو پر وخت ورسره هیڅ ډول وسله نه وه.

دا په روانو انتخاباتي مبارزو کې دویم ځل دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید د داسې حالت سره مخ کیږي.

یو وسله وال د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې په ډونالډ ټرمپ د پنسلوانیا په ایالت کې پداسې حال کې ډزې وکړلې چې هغه په یوې انتخاباتي غونډې کې خپلو پلویانو ته وینا کوله. پدې برید کې د غونډې یو ګډون وال ووژل شویاو یو بل تن ټپي شو.

په ټرمپ د برید د انګیزې په هکله لا هم معلومات نشته او برید کوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی.

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې، اف بي آی اعلان کړی چې د توماس متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د "دخېل فاعل" په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

اف بي آی ویلي چې برید ګر ۲۰ کلن و او په ټرمپ او د هغه د غونډې په ګډونوالو څلور یا پنځه مرمۍ ورولي دي.

برید کوونکی دوه کاله وړاندې له لیسې فارغ شوی او له اسنادو معلومیږي چې ثبت شوی جمهوري غوښتونکی دی خو په ۲۰۲۱ کال کې چې لا ۱۷ کلن و یوې داسې سیاسي کمیټې ته یې ۱۵ امریکایي ډالر مالي بسپنه کړې وه چې د کین اړخو دیموکراتو کاندیدانو لپاره یې پیسې راټولولې.

د برید کوونکي د لیسې د وخت یو ملګري خبریالانو ته ویلي چې کروکس به تل یوازې کښیناسته او تل پرې نورو زده کوونکو ملنډې وهلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG