په لندن کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) وروسته له هغه وتړل شو چې د طالبانو حکومت د جمهوریت د دورې له یو شمېر سفارتونو سره اړیکې پرې کړې او په بریتانیا کې یې د سفارت کارکوونکي له دندو لیرې کړل.
د فرانس پرس د راپور په اساس، د سفارت د قونسلي چارو د دفتر پر دوازه باندې لګېدلي اعلان کې لیکل شوي چې "د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت تړلی دی."
د فرانس پرس خبریال وايي، په دروازه کې چا ځواب ندی ورکړی خو د افغانستان بیرغ لا هم پر ودانۍ باندې ځوړند دی.
په بریتانیا کې افغان سفیر زلمي رسول ددې میاشتې په پیل کې په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې "د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې پراساس" به سفارت د سپتمبر په ۲۷مه وتړل شي.
د بریتانیا د ګډو ګټو او پراختیا ادارې د سفارت په تړل کېدو کې لاس لرل رد کړي دي. یو ویاند وویل: "دا پرېکړه د بریتانیا حکومت نده کړې. د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې په لندن کې افغان سفارت وتړي او کارکوونکو ته یې ځواب ورکړي."
ویاند زیاته کړه: "موږ د افغانستان له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او اړمنو کسانو ته بشري مرستې برابروو."
د بریتانیا د ګډو ګټو او پراختیا ادارې ندي ویلي چې ایا په بریتانیا کې به یو نوي افغان سفیر ته اعتبار ورکړي. بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له افغانستان سره دا وخت ډیپلوماتیکې اړیکې نلري.
خو د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې په څېر، لندن مني چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره "د اغېزمن تعامل پرته بله چاره نشته."
د افغانستان لپاره د بریتانیا استازولي په دوحه کې میشته ده.
په لندن کې د افغانستان د سفارت د وبسایټ د معلوماتو له مخې، ددغه سفارت کونسلګري د سپتمبر په ۲۰مه تړل شوې ده.
زلمي رسول د جمعې په ورځ په ایکس شبکه کې، بریتانیا ته د جرمني د سفیر هغه پوست دوباره شریک کړی چې هغه پکې ویلي چې له خپل افغان همکار سره په تیرو څو کلونو کې په کار "خوښ" دی او "د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت" غندي.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان زیاتره سفارتونه فعال وو او د تیر حکومت لخوا ګمارل شويو ډیپلوماتانو پکې کار کاوه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په پای کې اعلان وکړ چې د یو شمېر افغان سفارتونو لخوا ورکړل شوی پاسپورتونو، ویزو او نورو اسنادو ته اعتبار نه ورکوي.
په دې کې په فرانسه، بلجیم، سویس، جرمني، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان سفارتونه شامل دي.
د طالبانو حکومت له بهر میشتو افغانانو غوښتي چې ددغو سفارتونو پرځای د دوی د حکومت له رسمي استازو سره اړیکه ونیسي.
د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت ندی پېژندل شوی خو د پاکستان، چین او روسیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو لخوا ګمارل شوي ډیپلوماتان کار کوي.
د بریتانیا د نشراتي ادارې د راپور په اساس، په لندن کې د افغانستان د سفارت له ډیپلوماتانو غوښتنه شوې چې له بریتانیا څخه ووځي او یا هم د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.
فورم \ دبحث خونه