د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مدني فعالان: نړۍ دې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو لپاره پر طالبانو دپلوماتیک فشار راولي


په داسې حال کې، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو د تړلو څخه ۶۶۰ ورځې تیریږي د نجونو د زده کړو ملاتړو افغان فعالانو ملګرو ملتونو څخه په یو سرخلاصي لیک کې غوښتي، چې د ښوونځیو د خلاصولو لپاره دې پر طالبانو باندې دپلوماتیک فشار زیات کړي.

د بشري حقونو ۳۰ شبکو او ۳۱۴ مدني فعالانو، معترضانو،خبریالانو او زده کوونکو دغه لیک لاسلیک کړی دی.

هغوی په دې لیک کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو ممانعت د نجونو د ناامیدۍ سبب شوی دی، د همدې له امله اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه د خپل مسولیت پر اساس، د سیاسي موقعیت او ژمنې له مخې د افغان نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.

د نجونو د زده کړو ملاتړو په دې باندې په ټینګار سره چې د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه د اعلامیه له لارې د طالبانو د کړنو د غندلو څخه زیاته ده په دې لیک کې ویلي: "اړتیا ده، چې نړیوال مشران په نړیواله کچه د طالبانو پر چارواکو باندې دپلوماتیک فشارونه واچوي او په جدي ډول او په عاجله توګه د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې با کیفیته زده کړو ته د نجونو لاس رسی یقیني کړي او ورڅخه ډاډ ترلاسه کړي".

دغو فعالانو د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د نجونو د زده کړو د منع کیدو د پریکړو د لغوه کیدو لپاره همدا نن په زړورتیا او همغږۍ سره اقدام وکړي ځکه چې کیدای شي سبا به ډیر ناوخته شوی وي.

د نجونو د زده کړو دغو فعالانو د روم د اساسنامې د اومې مادې پراساس د طالبانو له خوا د ټولو ذاتي او قانوني حقونو څخه د ښځو محرمول " تبعیض او د جنسیت پر اساس د بشري حقونو څه سرغړونه" یاده کړې او هغه یې جنسیتي تبعیض ګڼلی دی.

دغو فعالانو د ملګروملتونو او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو څخه غوښتي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې کړنې دې په فوري ډول د "جنسیتي تبعیص" په توکه د رسمیت پیژندلو لپاره په عاجل ډول اقدامات ترسره کړي.

په دې لیک کې ویل شوي: "د دوامداره پراختیايي موخو پيل کولو د ۲۰۲۳ راپور پر اساس چې د داومداره پراختیا حلونو شبکې (SDSN) او د ډوبلین پوهنتون لخوا چمتو او خپور شوی؛ افغانستان د ۱۶۶ هېوادونو په ډله کې ۱۵۸ ځای لري. له دې نه دا په ډاګه کېږي چې له بده مرغه افغانستان د موخو د تطبيق په برخه کې په خورا بد حالت کې دی او نه يوازې دا چې د څلورمې موخې د پيل کولو په برخه کې يې کومه پايله نه ده تر لاسه کړې، بلکې شاته تګ هم دى".

په دې لیک ویل شوي: "که چیرې نړۍ په رښتیا غواړي، چې د ۲۰۳۰ کال پورې پرمختايي هدفونو ته لاس رسی ولري باید د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي".

په ورته وخت کې د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت په نوم د افغان میرمنو د حقونو څخه د ملاتړ یوې ډلې ځینو غړو د سه شنبې په ورځ کابل کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په دوام د اعتراض لپاره په یوې بندې ودانۍ کې یوه غونډه جوړه کړې وه.

دغو اعتراض کوونکو میرمنو له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو او د هغوی پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په وړاندې دې پورته شي او پخپله دې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ پرانیځي.

ددغه خوځښت مشرې میرمن مریم معروف اروین وویل: "مونږ د ارغواني شنبې د ورځو په ځوځښت کې په دې باور لرو، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل چې د ښځو د لومړنی انساني او شرعي حق دی په کار نه دي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره زمینه برابره کړي . ځکه د افغانستان د روان بحران یوازینی حل د خلکو د رایو پراساس د یو دموکراتیک غیر متمرکز نظام تاسیس کول دي".

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګولي دي.

نږدې دوه کاله کیږي، چې نجونې یې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې له زده کړو منع کړي او هم یې د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو او غیر حکومتي موسسو کې له زده کړو او کار څخه منع کړي دي. طالبانو له وړاندې په دولتي موسسو کې ښځې له کارکولو منع کړي دي. ددې سربیره طالبانو ښځې د محرم پرته سفر، حمامونو او پارکونو ته د تللو او هم په یوه تازه پریکړه کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړي دي.

ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ښځو او نجونو پر وړاندې طالبانو دا اقدامات یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض بللی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز موقتي دی.

XS
SM
MD
LG