د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د چمن په سرحد کې د طالبانو یو ساتونکي دوه تنه وژلي


په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په چمن، تورخم او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په چمن، تورخم او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي

د پاکستان پوځ وايي د چمن په سرحد کې د افغان طالبانو یو ساتونکي په ملکي خلکو ډزې کړې او دوه تنه یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وایي، پېښه د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (میزان۱۲) شوې او یو وژل شوی ۱۲ کلن ماشوم دی.

همدغه راز د پاکستان د پوځ د اعلامیې په اساس په دغو ډزو کې یو بل ماشوم ژوبل شوی دی. وايي پاکستاني ځواکونو د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره له "ډېر زغم څخه" کار اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې د دغو ډزو د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي او افغان طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس، په اعلامیې کې د پاکستان پوځ له طالبانو څخه غوښتي دي چې د دغې پېښې په اړه پلټنه وکړي او "سرغړوونکی دې ونیسي او پاکستاني مقاماتو ته دې" وسپاري.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په چمن، تورخم او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي او دواړو خواوو یو بل د جګړې په پیلولو تورن کړي دي.

دا پېښه داسې مهال شوې ده چې د پاکستان حکومت په یو تازه اقدام کې پرېکړه کړې ده، چې له پاسپورټ او ویزې پرته به هېڅ افغان ته اجازه ورنکړي چې پاکستان ته داخل شي.

همدغه راز پاکستان اعلان کړی چې د نومبر له میاشتې وروسته به له خپلې خاورې څخه هغه افغانان شړي چې قانوني اسناد نلري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان دا پرېکړه غندلې ده او ویلي دي چې باید په دې پرېکړې له سره غور وکړي. ملګرو ملتونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG